د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما تر مکین 'شپږ فیصده زیات طرفداران لری'


د امریکا د جمهوری ریاست لپاره جمهوریت غوښتونکی جان مکین اوس په هغو ایالتونوکی انتخاباتی مبارزه کوی چی د وروستیو احصاییو له مخی ډیموکرات بارک اوباما تر هغه پکی مخکی دی.

ښاغلی مکین د شنبی په ورځ د شمالی کرولینا او ویرجینیا په ایالتونو کی کمپین کاوه چی دا دواړه ایالتونه په پخوانیو انتخاباتو کی جمهوریت غوښتونکیو گټلی وو.

هغه په داسی حال کی چی غوښتل د جمهوریت غوښتونکی جمهور ریس جورج بوش نه چی خپل شهرت یی بایللی دی ځان جلا کړی ژمنه وکړه چی د ملک د پالیسی لپاره به نوی استقامت وټاکی.

هغه د اوباما د مالیی وضع کولو په پلان انتقاد وکړ او د هغه دا پلان یی د اروپایی سوسیالیزم قوانینو ته ورته وباله چی د ځینو نه پیسی اخلی او بیا یی ځینو نورو ته ورکوی.

اوباما د شنبی په ورځ د میزوری د ایالت په سینت لویس کی په لس گونو زرو خلکو ته په دی هکله خبری کولی چی مکین هماغه د بوش د حکومت پالیسی تعقیبوی چی په نتیجه کی یی په ملک کی اقتصادی بحران رامینځته شو.

د عامه خلکو نه پوښتنو ښودلی چی اوباما تر مکین شپږ فیصده زیات طرفداران لری.

اوباما ویلی چی د سپټمبر په میاشت کی یی ١٥٠ ملیون ډالره راټول کړی دی، چی د انتخاباتو په تاریخ کی ساری نلری.

XS
SM
MD
LG