د لاس رسي وړ اتصالات

له قتل عام نه ژوندی پاتې کس وايي، طالبانو ملکيان ووژل


هغه یو تن چې د طالبانو له لاس نه ژوندی پاتې دی، وايي کوم کسان چې تیره اونۍ طالبانوقتل عام کړل، ملکي خلک ول او د کار لپاره ایران ته روان ول.

طالبانو تیره اونۍ پر یوه بس موټر باندې حمله وکړه، په بس کې سپاره ٣٠ تنه یې ښکته کړل او ویې وژل.

دغه پیښه د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې پیښه شوې. چارواکي وايي، تر اوسه د پیښې په قربانیانو پسې گرځي چې له ډیرو څخه یې سرونه پرې شوي دي.

١٧ کلن شکر الله چې په همدغه بس کې یې سفر کاوه او ژوندی پاتې شوی دی، امریکا غږ ته یې وویل چې د او په بس کې نورو سپرو کسانو غوښتل چې د پاکستان له لاري قاچاقي ایران ته ولاړ شي او هلته کار او غریبي وکړي. شکر الله وايي، پر د باندې هم ډزې شوي او څو ځایه زخمي شوی چې وروسته د ملي اردو یوې ډلې عسکرو روغتون ته رسولی و.

د طالبانو یو ویاند وايي، په دغه بس کې سپاره ٢٧ تنه یې ځکه وژلي چې دوی د ملي اردو غړي وو. خو افغان حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG