د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مهمو ایالتونو کې انتخاباتي مبارزه


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دوه اونۍ پاتې دي.

ددغو مبارزو په وروستیو شپو ورځو کې دواړه کاندیدان دیموکرات براک اوباما او جمهوري غوښتونکی جان مکین په هغو ایالاتونو کې دي چې فکر کیږي د نومبر د څلورمې په انتخاباتو کې او د راتلونکي جمهور رئیس په غوره کولو کې ډیر مهم رول ولري.

مکین د دوشنبې په ورځ د میزوري په ایالت کې و چې اکثره بریالي کاندیدانو له همدغه ایالت نه تر بل هر ځای زیاتې رایې اخیستي دي.

د نظرونو د معلومولو وروستۍ سروېگانې ښيي چې په دغه ایالت کې دواړه کاندیدان تقریباً مساوي ملاتړ لري خو سناتور مکین کوښښ کوي چې د اوباما د مالیاتو ر راکمولو پر پیشنهاد باندې د انتقاد له لارې ځان په عامه نظرونو کې مخکې کړي.

مکین وايي:"د سناتور اوباما د اقتصادي پلان هدف دادی چې شتمني تقسیم کړي. هغه یوازې د شتمنیو تقسیم غواړي او هغو پالیسیو ته ارزښت نه ورکوي چې هدف یې زموږ د اقتصاد پیاوړتیا او د ټولو امریکايانو لپاره د کار کولو زمینه برابرول دي. سناتور اوباما ته ددې په نسبت چې عامه دارايي وده وکړي دا ارزښت لري چې ستاسو د دارايي لږ برخه نورو ته ورکړي".

اوباما وايي، د ٩٥ فیصدو هغو کورنیو مالیات به راکم کړي چې کار کوي خو د هغو خلکو مالیات به زیات کړي چې د کاله له ٢٥٠ زره ډالرو نه زیات عاید ولري.

د سناتور مکین سره برسیره، د جمهوري غوښتونکو د گوند د جمهوري ریاست مرستیالئ ته کاندیده، د الاسکا گورنره، سارا پیلن بیا دا وخت د کلوراډو په ایالت کې د اوباما په خلاف په کمپاین اخته ده.

کلوراډو هم د همهغو ایالاتونو په کتار کې راځي چې د امریکا په انتخاباتو کې مهم ځای لري. له همدې آمله دواړو کاندیدانو په دغه ایالت کې خپلې ټولې منابع په کار اچولي چې ددغه ایالت د نهه انتخاباتي حوزو رایې وگټي.

د امریکا جمهوري ریاست ته د رسېدو لپاره باید یو کاندید ددغه هیواد په ٥٠ ایالتونو کې د ٥٣٨ انتخاباتي حوزو له جملې نه ٢٧٠ حوزې وگټي.

خو براک اوباما بیا خپل پام د فلوریډا ایالت ته اړولی دی. جمهور رئیس بوش د ٢٠٠٠ او ٢٠٠۴ کلونو په انتخاباتو کې ددغه ایالت اکثریت رایې گټلې وې.

اوباما په خپلو خبرو کې د ملي اقتصاد پر موضوع زور اچولی او سروېگانې ښيي چې همدا موضوع په روانو انتخاباتي مبارزو کې لومړی مقام لري.

اوباما وايي: "اوس ډیر مشکل شوي چې خلک د کور پور ورکړي، ځانته د سون گاز واخلي او یا د برق بیل ورکړي. دا وخت پوښتنه دا نده چې د څلورو کلونو پخوا په نسبت ستاسو ژوند ښه شوی؟ بلکه اصلي پوښتنه دا ده چې د څلور هفتو مخکې په نسبت مو ژوند څنگه شوی دی".

د دوشنبې په ورځ د اوباما پخوانۍ حریفې د دیموکرات گوند سناتورې هېلري کلنټن هم د اوباما لپاره د فلورېډا په ایالت کې کمپاین کاوه. هغې پر ډیموکراتانو غږ وکړ چې په سروېگانو کې خپل وړاندې توب نهايي بری ونه گڼي.

"که خلک په دې باور وي چې موږ مخکې یو او دیته ضرورت نشته چې رایه ورکړو. نو موږ نشو بریالي کیدای. موږ باید په راتلونکو څو ورځو کې تر خپله وسه ټولو خلکو ته ورسېږو او انتخاباتو ته یې راوبولو".

ملي سروېگانې ښيي چې اوباما له مکین نه د پنځو په مقابل کې له ١١ پواینټو سره مخکې دی.

XS
SM
MD
LG