د لاس رسي وړ اتصالات

د لوی قدرتونو ډیپلوماتانو د ایران د اتمی پروگرام په باره کې خبری وکړی


د ملگروملتونو د امنیت شورا د پنځو دائمی غړوهیوادونواو المان لوړرتبه ډیپلوماتانو پرون ددوشنبی په ورځ په تلیفون کې په راتلونکو اقداماتو باندی وغږیدل چې ایران دی ته راولی خپل د اتمی پروگرام نه لاس واخلی.

دا د شپږو هیوادونو تقریبآ په یوه میاشت کې لومړغونډه ده چې دایران داتمی پروگرام په باب ئې کوی.

د بهرنیو چارو وزارت وائې، دامنیت شورا دپنځودائمی غړو اوالمان سیاسی مدیرانو پخپلو وعدو باندی بیا ټینگار کړیدی چې دوی دوه اړخیزه سټراټیجی پرمخ بیائې.

لومړی ایران ته دغنی یورانیمو نه د لاس اخیستلو په بدل کې امیتازات ورکوی او که دا سټراټیجی کارورنکړی نو بیائې په خلاف اقتصادی بندیزونه لگول کیږی.

لیکن د ایران په خلاف دامنیت شورا دنویو بندیزونو د لگولو په باب پرمختگ ندی شوی چې دملگرو ملتونو دامنیت شورا غوښتنی ئې ندی منلی چې وائې، خپل اتمی فعالیت دی وځنډوی.

د امریکا او اروپا ماموران پدی عقیده دی چې دغه فعالیتونه داتمی وسلو دجوړولو پوری ارتباط لری.

د بهرنیو چارو د وزارت دنطاق مرستیال رابرټ اوډ وائې، د سیاسی چارو لپاره د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال ویلیم برنز په دغه کنفرانس کې د امریکا نمایندگی کوله چې د وزیرانو دغونډی نه راپدی خوا چې تیره میاشت په نیویارک کې شوی وه، دا دایران په باره کې دشپږو هیوادونولومړی گډی خبری دی .

ښاغلې اوډ وویل، دسیپټمبر د اوه یشتمی ‏(‎٢٧ ‏)‎ نیټی دامنیت شورا دپریکړی نه وروسته دوی دغه خبری وکړی.

په دغه پریکړه کې په ایران زور اچول شویدی چې داتمی موضوع په باره کې دامنیت شورا غوښتنو ته غاړه کیږدی او ددرو موجوده یکړو په شرائطو پکی ټینگار شویدی چې دایران په خلاف پکې اقتصادی بندیزونه لگول شویدی.


XS
SM
MD
LG