د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو ځواکونو 'سهوا'ً د افغانستان د ملي اردو نهه عسکر وژلي


د افغانستان د دفاع وزارت وایې نړیوالو ځواکونو د هیواد په ختیځ کې په هوایې بمبارد کې سهواً د ملي اردو نهه عسکر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

وزارت وایې په خوست ولایت کې د عسکرو په یوه مرکز باندې د هوایې برید دا پیښه نن د چهارشنبې په ورځ شوی.

وزارت دا عمل غندي اوخبردارې ورکوي چې دا کار د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزورې کوي.

د امریکا د پوځ یوه اعلامیه وایې چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه د یو ماموریت نه د ستندینې پر مهال و چې په یوه جگړه کې ښکیل شو او ښایې په همدې کې افغان عسکر وژل شوي اوسي.

د امریکایې ځواکونو یو ویاند وویل چې افغان او امریکایي ځواکونه به پدې اړه تحقیقات وکړي.

بل پلو، د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو یا ایساف د سه شنبې په ورځ دا تائید کړه چې د افغانستان په شمال کې په ځان مرگي برید کې دوه جرمني عسکر او پنځه ماشومان وژل شوي دي.

جنرال ریچرډ بلانچیت دا هم وویل چې کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د دوشنبې ورځی په دغه پیښه کې دوه نور جرمني عسکر ټپیان شوي دي. همداشان د کندز والي وایي چې د زخمیانو په منځ کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د ناټو جنرال زیاته کړه چې جرمني عسکر ط مهماتئ نه د سیمې په پاکولو بوخت و چې پرې برید وشو.

د روانې میاشتې په سرکې د جرمني پارلمان د څوارلسو نورو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت اوږد کړ او د یو زر نورو اضافي عسکرو عاجلې استونې ته یې اجازه ورکړه.

د جرمني ځواکونو شمیره چې د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي، څلور زره پنځه سوو ته رسیږي.

له بلی خوا، نن په ارزگان کی د حکومت د مامورانو په وېنا، نن د طالبانو او امنېتی قواو په منځ کې ددوو ورځو جنگ په نتېجه کی پنځه دېرش طالبان وژل شوی دی.

د پوځ ماموران واېې چه په دغه جنگ کی تقرېبا سل کسه طالبان جنگېدل او جنگ نن ختم شو.

XS
SM
MD
LG