د لاس رسي وړ اتصالات

اوبامه د خپل رقیب جان مکین نه په رایو کې 'مخکې دی'


د سي ان ان د تلویزوني شبکې د سروې له مخې ښکاري چې بارک اوبامه د سه شنبې په ورځ د خپل رقیب جان مکین نه په رایو کې مخکې دی.

څیړونکي وایې چې رایه اچوونکو اقتصاد ته زیاته توجه کړې ده.

د خلکو د نظر د معلومولو ېوه تازه راېې گېری ښېې چه د دېموکرات گوند کاندېد سناتور بارک اوباما دخپل سېال د جمهوری گوند جان مېکن په مقابل کې په خلکو کې خپل ملاتړ نور زېات کړی دی او دواړو کاندېدانو د ملاټر ترمنځ فرق مخ په زېاتېدلو دی.

عام امرېکاېان واېې چه اوس ېې په ذهن کې تر ټولو مهمه مسله دامرېکا خراب اقتصادی حالت دی.

د سی اېن اېن تلوېزون د ېوې سروې په شمول شپږو مختلفو ادارو د خلک نظر معلوم کړی دی، چه ښاغلی اوباما د جان مېکېن په مقاېسه اوه پوانېټه مخکی دی.

اغلي اوباما فعلا په سلو د دوه پنځوس فېصدو خلکو د ملاتړ نه برخودار دی او د جان مېکېن ملاتړ صرف اته دېرش فېصده امرېکاېان کوی.

څېړونکي واېې داسی معلمېږی چه خلک نور د جان مېکېن په مشرئ باندی اعتبار او اعتماد نه کوی او ډېر خلک د امرېکا د اقتصادی مشکلاتو په اړه اندېښمن دی.

په داسی حال کې چه د نوامبر د څلورمې انتخابات رانژدی کېږی، دواړه کاندېدان په هغو اېالتونو کی خپلی مبارزې ته دوام ورکوی چه گټل ېې ورته حتمی دی.

جان مېکېن په لوېدېز اېالت پېنسلوانېا کې پرون خپله مبارزه کوله او د اوباما په خلاف ې ېې خپل دا انتقاد بېا تکرار کړ چه په نړېوال سېاست کې بی تجربی دی او که کوم نوی بحران راپېدا شی نو د مقابلی توان ېې نه لری.

ښاغلي اوباما په فلورېدا کی خپلی انتخاباتی مبارزې ته دوام ورکړ او په جان مېکېن باندې ېې تنقېد وکړ چه نه شی کولې امرېکا د اوسنی اقتصادی بحران نه راوباسی.

سناتور بارک اوباما به په دی هفته کی دهواېې ته ځی او هلته به دخپلی پنځه اتېا کلنې انا سره دوه ورځې تېری کړی چه ډېره سخته ناروغه ده.

د اوباما انا مېډلېن ډنهام هغه مېرمن ده چه د ډېر وړوکتوب نه ېې د اوباما پرورش او روزنه په خپله غاړه اخېستلی وه او ډېره خواری ېې ورسره کړی وه.

XS
SM
MD
LG