د لاس رسي وړ اتصالات

په خره پورې تړل شوي بم یو افغان پولیس وژلی


د افغانستان د امنیتي چارو مامورین وایی چی د هغه بم په چاودنه کی چی په یوه خره پوري ټړل شوی و ، یو پولیس وژل شوی او په ملکي خلکو کي یې دوه تنه زخمي کړي دي .

چارواکي واي چی دا بم نن د پنجشنبې په ورځ په کندهار کی چي یاغي طالبان ډیر نفوذ په کی لری، د پولیسو یوه موټر ته وچول سو .

له بلي خوا په افغانستان کی دامریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی د دې ملک په لویدیځ کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی درې ائتلافي عسکر وژل شوي دي .

په یوه نظامي بیانیه کی چی نن خپره شوې ویل شوي دي چی بم هغه وخت وچاود چی د عسکرو موټر پر برابر سو ، په دې پېښه کی یو عسکر زخمي سوی هم دی .

په بیانیه کی ددې پېښي د ځای په باب څه نه دي ویل شوي چی چیري شوې ده او نه د وژل سوو عسکرو د هیوادونو نومونه ذکر شوي دي .

XS
SM
MD
LG