د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان او ننگرهار کې د طالبانو د وژنو په خلاف پراخې مظاهرې


د افغانستان په ختیځ کې په زرهاو پښتنو نن د جمعې په ورځ احتجاجي مظاهره وکړه او په هغې کې یې تیره هفته د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د قتل عام په خلاف اعتراضونه وکړل.

مظاهره چیان د لغمان د ولایت د مرکز مهترلام لارو کوڅو ته راوتلي وو او نورې مظاهرې د جلال آباد په ښار کې هم وشوې.

د طالبانو په ضد دا مظاهرې یوه هفته وروسته له هغه وشوې چې طالبانو د کندهار په ولایت کې پر یوه بس موټر باندې پټه حمله وکړه. او تقریباً ٣٠ خلک یې ووژل.

دغه خلک چې طالبانو ووژل اکثره یې د کار لپاره ایران ته روان وو.

طالبانو وویل چې په دې بس موټر باندې یې ځکه حمله وکړه او ٢٧ تنه یې پکې ووژل چې هغه خلک پکې سپاره وو چې په پوځ کې استخدام شوي وو.

د افغانستان حکومت او هغوی چې ددې حملې نه ژوندي پاتې دي، ویلي دي چې د بس دغه سپرلۍ ملکي خلک وو.

XS
SM
MD
LG