د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د تندروانو خلاف قبایلي ملیشې استخداموي


د پاکستان حکومت د قبایلو ملیشې ددې لپاره استخداموي چې د اسلامي تندروانو په خلاف مبارزه وکړي. دغه رپوټ تیره ورځ په یوې امریکايي ورځپاڼې کې خپور شو. د امریکا غږ گیري تامس په خپل رپوټ کې وايي چې د پاکستان دغه اقدام ځینې اندېښنې هم راپیدا کړي دي.

د امریکا رسمي منابع وايي، د پاکستان حکومت اوس کمپاین پیل کړی دی او د اسلامي تندروانو په خلاف د مبارزې لپاره قبایلي ملیشې په کار گماري. ځینې څیړونکي وايي، د پاکستان دغه ستراتیژي خطرناکه ثابتېدلای شي.

مقامات وايي، د پاکستان حکومت له دغو تازه جوړو شویو لښکرو څخه غوښتي چې تر یوه وخته له تندروانو سره وجنگیږي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په دې باب په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې د پاکستان جمهور رئیس چین ته په خپل تازه سفر کې له هغه ملک سره د چینايي کلاشینکوف ټوپکو یو قرارداد وکړ چې د قبایلو لښکرونه ورباندې مسلح کړل شي.

تر اوسه د امریکا مقامات د پاکستان او چین تر منځ دغه قرارداد ندی تائید کړی. امریکايي مقامات وايې دغه لښکرې لا له وړاندې په وسلو ښه سمبال دي خو که پاکستان نورو سپکو وسلو ته ضرورت لري هو چین نو ښه منبع کیدلای شي.

د پاکستان د پوځي چارو څیړونکی، شجاع نواز وايي، حکومت غواړي خپل سرحدي ځواک تقویه کړي چې د تندروانو سره د مبارزې بار ور په غاړه دی.

”په روان حالت کې دغه اقدام د سرحدی قواوو او پوځ د چارو تقویه کول دي او همدارنگه ددې هدف دا هم دی چې د قوې د موجودیت یو نمایش وشي”.

سرحدي قواوې په محلي سطح استخدامیږي خو مسئولیت او قومانده یې د پاکستان د پوځ په لاس کې ده. خو د تازه جوړو شويو لښکرو مشري د قبایلي ملکانو پر غاړه ده.

حکومت مخکې په دې لټه کې و چې له قبایلي ډلو ټپلو سره تړون وکړي چې ځینې دغه ډلې له القاعده او طالبانو سره خواخوږي لري. دغه هڅې بې نتیجې پای ته ورسېدې. متحده ایالاتو هم له دغه تړون سره مخالفت کاوه.

تندروان اوس د قبایلي ډلو له مخالفت سره مخ دي او حکومت په دې لټه کې دی چې د قبایلو دغه پاڅون تقویه کړي. امریکايي مقاماتو دغه اقدام په عراق کې د دوی په خبره د ”بیدارئ” هغه پلان ته ورته بللی چې له مخې یې قبایل د القاعده په خلاف مبارزې ته ودرېدل.

څیړونکی شجاع نواز وايي، لښکرو ته د وسلو ورکول خو به د جمهور رئیس زرداري حکومت ته گټه ورسوي خو وايي چې دا کار منفي نتیجه هم لرلای شي.

”په لنډ وخت کې، که دغه پلان په منظم ډول کنترول شي، کیدای شي کار ورکړي. په اوږده وخت کې ددې پلان په نتیجه کې یو نوی گروپ رامنځته کیږي چې کیدای شي د حکومت تر څنگ پاتې شي او یا نشي. په خاص ډول که دوی ښه تربیه شي او وسلې ورکړل شي. ددې امکان شته چې ددې کار په نتیجه کې محلي جنگ سالاران راپیدا شي”.

کله چې د سپینې ماڼۍ له نطاقې ډانا پرینو نه په دې باب پوښتنه وشوه نو هغې په ځواب کې وویل چې متحده ایالات انتظار باسي او حالات څاري.

”زه ټول معلومات په تفصیل سره نلرم چې پاکستان خپل دغه نوی اقدام څه ډول نتظیم کړی دی، خو زه فکر کوم چې هغوی له تیرو هڅو نه تجربه تر لاسه کړې ده او تمه کیږي چې دا ځل به نتیجه ورکړي. موږ هم دغه هیله لرو. خو وضع به څارو”.

XS
SM
MD
LG