د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات - د خلکو نظر


په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوه نیمه هفته پاتې ده. خبریالې سوزن لاگ له عامو امریکایانو سره خبرې کړي او دغه رپوټ یې رالیږلی دی.

له څو میاشتو راهیسې په امریکا کې که د انتخاباتو کمپاین هر ځای نیولی دی. پر رادیو او تلویزیون باندې د ددغو انتخاباتي مبارزو نه ختمېدونکي خبرونه او اعلانونه روادي.

عام امریکایان باید په څو راتلونکو ورځو کې دا تصمیم ونیسي چې راتلونکی جمهور رئیس به یې څوک وي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په څلورمه تر سره کیږي. د اډرینا کوډیرو په څیر خلکو ته چې یوه سیاسي گوند ته وفادار دي، دا تصمیم نیول ډیر آسان کار دی چې چا ته رایه ورکړي.

"زه تل ډیموکراتانو ته رایه ورکوم ځکه چې زه تر ډیرې اندازې له دوی سره هم نظره یم"

خو د امریکن پوهنتون د سیاسي چارو څیړونکی ډوټي لینچ وايي، خپلواک رایه ورکوونکي اوس له دې مشکل سره مخ دي، چې کوم کاندید ته رایه ورکړي.

"ډیر خلک دواړه کاندیدان خوښوي. ځکه دوی اوس په دې فکر کې دي چې کوم یو د دوی د ښېگڼې لپاره زیات کار کولای شي"

د اکثره امریکایانو په ذهنونو کې دا وخت د اقتصاد موضوع تر بل هر شي زیات ځای لري. د سروېگانې ښيي چې ډیر امریکایان په دې نظر دي چې سناتور اوباما به وکولای شي چې د اقتصاد د ښه کولو لپاره گټور اقدامات وکړي. ډاني ویلیزم هم له دغې خبرې سره هم نظره دی.

"په دغه ډول موضوعاتو کې براک اوباما یو فعال او چالاک انسان دی. خو مکین هم په هره برخه کې یو مبارز انسان دی. زما د هغه ډیر نظرونه خوښ دي. خو په روانو شرایطو کې زما انتخاب یقیناً براک اوباما دی"

خو ځینې امریکایان بیا د اقتصاد برعلاوه پر نورو مسئولو زیات فکر وي. دوی داسې جمهور رئیس غواړي چې په ټولنیزو مسایلو کې د دوی هم نظره وي. مثلاً د سقط جنین مسله یا د امیدوارئ پر وخت د ماشوم د لرې کولو حق او د هم جنس بازانو د واده حق. ډان سیزوسکي هم یې له همدغه ډول رایه ورکوونکو امریکایانو له جملې څخه دی چې په همدې باب فکر کوي.

"زه سناتور مکین ته رایه ورکوم. ما ته معنوي او اخلاقي مسئلې ډیرې مهمې دي. ما ددغو مسئلو په باب د دواړو کاندیدانو دریځونه مطالعه کړل او دې نتیجې ته ورسېدم چې د مکین دریځ زما له فکر سره ډیر نږدې دی".

"موږ داسې خلک وینو چې انتخاباتي مبارزې ورته ډیر ارزښت لري او خپله رایه ورته ډیر ارزښت لري. دوی دې خبرې ته ډیره توجه کوي چې کوم کاندید ته چې رایه وکوي بای هغه څوک وي چې وروسته د دوی مشکلات ور حل کړي"

دغه انتخاب یوازې په دې پورې هم اړه نلري چې کاندیدان له خلکو سره ژمنې کوي چې ستونزې به یې ورحلوي.

"زه فکر نه کوم چې یو بل هم وکړای شي چې د جمهور رئیس په باب ټول مسایل وڅیړي. ځکه خو د دوی قضاوت پر دې ولاړ دی چې زه څه ډول کاندید غواړم"

ډیر امریکایان وايي، د براک اوباما طرفداري ځکه کوي چې مور یې سپین پوستې امریکايي او پلار یې تور پوستی افریقايي نژاده دی او د هغه جمهور رئیس کیدل به په امریکا کې یو بدلون راولي. ځینې رایه ورکوونکي وايي، دې ته خوشحاله دي چې یو تور پوستی د امریکا جمهور رئیس دي او ځینې امریکایان بیا دغې موضوع ته اندیښمن دي. خو د شینون هیبرډ په څیر امریکایانو ته نژاد اهمیت نلري.

"زه یوازې په دې فکر کوي چې داسې ښه کاندید څوک دی چې ورباندې باور وکړم"

د امریکن پوهنتون څیړونکی ډیټي لینچ وايي، ډیر خلک د کاندیدانو او د هغوی د دریځونو په باب له تلویزیون نه معلومات حاصلوي.

پروگرامونه په پر امریکایي تلویزیونونو باندې هره شپه خپریږي.

خو د تلویزیون تر څنگ نورې منابع هم شته چې خلک د خپلو کاندیدانو په باب ورڅخه معلومات تر لاسه کړي.

"ورځپاڼې، دومره ورځپاڼې چې زه یې د لوستلو توان ولرم. او له هغو خلکو سره خبرې چې په انتخاباتي مبارزو کې یې برخه لرلې وي."

"زه مطالعه کوم. او دلته په واشنگټن کې له ډیرو داسې خلکو سره مخامخ کیږي چې د هغوی قضاوت ته باید احترام وشي"

"ما په دې باب معلومات له انټرنټ نه تر لاسه کړي دي. په انټرنیټ کې د گوگل او نورو د لټونې د ویب سایټونو له لارې مې د کاندیدانو د دریځونو په باب معلومات پیدا کړي دي".

څیړونکی ډوټي لینچ هم په همدې عقیده دی چې ډیر امریکایان د انټرنیټ له لارې ځان د خپلو کاندیدانو په باب پوهوي.

"خلک ډیر معلومات غواړي او دغه معلوماتونه په انټرنیټ کې موجود دي. ډیر خلکو ددغو معلوماتونو د کتلو او لوستلو لپاره د مختلفو خبري آژانسونو ویب سایټونه گوري"

ډوټي لینچ وايي، ډیرو امریکایانو لا له وخته له ځانه سر فیصله کړې ده چې چاته به رایه ورکوي چې د امریکا راتلونکی جمهور رئیس شي، خو دی وايي، ډیر خلک داسې هم دي چې انتظار باسي چې د نومبر څلورمه راورسیږي او بیا د رایو د صندوق پر سر دغه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG