د هلمند د سنگین په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سید غلام په نوم د بزگر سترگې را ایستلې دی.
پر سید رحمان باندی چی دو پنځوس کلن دی دا تور لگول شوی و چی د بهرنیو قواو او حکومت د پاره یی جاسوسي کوله.
هغه پخپله وویل طالبانو د هغه سترگې په چاړه باندې د هغه د کورنی مخی ته وایستی.سید غلام چې اوس د کندهار په مرکزي روغتون کی تردرملنې لاندی دی، دری زامن او څلور ڼوڼې لري او خبري رسانیو ته یی وویل چی د چا سره یی دښمني هم نه درلوده.