د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د گېېېل ولیمز  فاتحه


د هغې خیریه مرستندویی کارکونکی د فاتحې مراسم چی ددې اونی په پیل کی په کابل کی د وسله والو په لاس ووژله شوه، نن د یکشنبې په ورځ پدې ښار کی تر سره شول.

څلور دیرش کلنه گېېېل ولیمز چې هم یی د جنوبی افریقا او هم یی د برتانیی تابعیت لاره په تیرې دوشنبې پداسی حال کی د وسله والو تر برید لاندی راغله چی یوازی خپل کار ته روانه وه.

میرمن ولیمیز د برتانیی له خوا د ‏(‎ سرف‏)‎ په نوم په برتانوی خیریه موسسې کې افغان معیوبینو ته کار کاوه چې په برتانیی کی د عیسويانو یوه خیریه موسسه ده.

هغی معلولینو او معیوبینو ته په عاجلو شرایطو کی د مرستی دنده په غاړه درلوده.

XS
SM
MD
LG