د امریکا د جمهورری ریاست د مقام دپاره په انتخاباتو کې دواړه ولاړ کاندیدان جان مکین او براک اوبامه نن د دوشنبی په ورځ د امریکا په هغو دوو ایالاتونو کی مبارزه کوی چی د دوی په کامیابی کې د نومبری د څلورمی نیټی په عمومی انتخاباتو کی مهم نقش لرى.
دوی دواړه په پینسلوینیا او اوهایو اکی انتخاباتی غونډو ته وینا گانی کوی.
د سناتور براک اوبامه سلاکاران وایی چی له نن نه وروسته چی د انتخاباتو ورځی ته اته ورځی پاتی کیږی ښاغلی اوبامه به خپل وروستی دلایل خلکو ته وړاندی کړی.
همداراز مقابل کاندید سناتور جان مکین به خپله مبارزه چی دوی ورته د بری په لور مزل وایی ادامه ورکړی.
تر اوسه چی د عامه رایو څومره سروی گانی مخی ته راغلی جان مکین د براک
اوبامه یو اندازه شاته پاتی دی.
د یکشنبی په ورځ د اوهایو ایالت په ډینور ښار کی یو لک نه زیات کسان د براک اوبامه خبرو اوریدو ته راغونډ شوی وو او هغه خلکو ته وویل چی جان مکین په آصل کی د اوسنی جمهورریس بش د پالیسو د تعقیبولو دپاره مبارزه کوی.
د این بی سی په نوم تلویزونی شبکی سره د خبرو په وخت سناتور جان مکین ویلی دی چی دی او جمهورریس بش د جمهوری غوښتونکی گوند په باب یوه فلسفه لری. خو ده په یو شمیر مسلو د جمهورریس بش او نورو کسانو مخالفت هم ښودلی دی.