د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د افغانستان د غالیو او قالینو دویم نړیوال نندارتون


په کابل کې د افغانستان د غالیو او قالینو دویم نړیوال نندارتون د بابر په بڼ کې د قالینو د اخېستونکو پرمخ پرانستل شو.

د غالیو دی نړیوال نندارتون ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د قالینو د شپېتو شرکتونو غالۍ را وړل شوي دي.

د افغانستان د صادراتو پرمختیايي اداره وايي چې پدی نندارتون کې د قالینو سوداګرو پنځه ویشت زره متره مربع قالېنې د ننداری لپاره ایښي ددغې اداری په وینا د هندوستان، ترکېې او د امریکا د متحدو ایالاتو ګڼ پېرودونکي دی نندارتون ته ورغلي او د قالینو له افغاني شرکتونو سره به د راکړې او ورکړی قرار دادونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د صادراتو د پرمختیايي اداری ویاند روح الله احمدزي اشنا تلویزیون ته وویل چې دا ډول نندارتونونه د غالیو د پلورلو او بازار موندنې لپاره زیات ګټور دي.

هغه زیاته کړه چې اداره یې په پام کې لري د هندوستان په ممبي ښار کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.

د غالیو ځېنو سوداګرو امریکا غږ ته وویل چې دا ډول نندارتونونه د دوی د قالینو د خرڅلاوو لپاره زیات مهم دي.

دوی هېله ښيي که حکومتي چارواکي ورته نندارتونونه له افغانستان باندی هم ترتیب کړي نو د قالینو خرڅلاوو او صنعت به څو چنده پرمختګ وکړي.

د غالیو د غه نندارتون چې دری ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د صادراتو د پرمختیايي اداری له خوا ترتیب شوی او د امریکا متحد ایالات او جرمني یې ماليي ملاتړ کوي.



XS
SM
MD
LG