د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې دېوه مېنى بس په چاودنه کې دوه کسان وژل شوېدى


د عراق چارواکى واېې چې د سړک د غاړى بم نن ددوشنبى په ورځ د بغداد په ختېزه برخه کې په ېوه مېنى بس ور برابرسو او لږ تر لږه دوه کسان ېې ووژل او پنځه تنه ېې زخمى کړل.

په عراق کې د اېتلاف قواو دوخته ووېل چې دوى درى ترهگران وژلى او درې تنه نورېې توقېف کړېدى. دغه عملېات په دې ترڅ کې وشول چې د اېتلاف عسکرو په عراق کې د القاعده په مشرانو پسى لټه کوله.

د اېتلاف قواو په ېوه خبر لېک کې وېلى دى چې دغه پېښه د کرکو ک په جنوب لوېدېځه برخه کې وشوه. داسى گومان کېږى چې ېو سړى د بم چونى په حملوکې لتاړ و او له دوه نورو کسانو سره ونېول شو.

خبر لېک واېې چې داېتلاف قواو درى نور کسان له ځان نه په دفاعى ډزو کې ووېشتل.

د شنبى په ورځ دعراق ستر سنى گوند ووېل چې دوى د امرېکا له پوځ سره خپلى رسمى اړېکى ځنډولى دى. دا کار دغه گوند وروسته له هغه نه کړېدى چې د امرېکا پوځ او ملکى مامورېنو په فلوجه باندى په ېوه چپاو کې ېو کس وواژه او پنځه تنه نورېې توقېف کړل.

د عراق دغه اسلامى گوند ددغې پېښى په باب توضېحات غوښتى دى او ددې ترڅنگ ېې وېلى دى چې هغوى باېد معذرت وغواړى. دغه گوند دا هم غوښتى دى چې هغه څوک چې ددغى پېښى مسوول وى پکارده چې هغوى ته سزا ورکړل شى.

دعراق دغه اسلام گوند واېې چې د اېتلاف دعسکرو د چپاو مقصد ددغه گوند غړى ول. خو د امرېکا پوځ واېې چې ېوازې ېو سړى وژل شوېدى.

او ېو تن د عراق او امرېکا د قواو په گډ چپاو کې چې په فلوجه کې ېې د مشکوکو افراطېانو خلاف کاوه وژل شوېدى.


XS
SM
MD
LG