پداسې حال کې چې په امریکا کې د عمومي انتخاباتو نیټه را نږدې کیږي، په افغانستان کې امریکایي عسکر وایي دوي هم د اژانسونو له لارې د انتخاباتو لړۍ په ځیر څاري.
د دوک په نوم د خاص گارد د غوند عسکرو چې په کنړ کې د څار دنده په غاړه لري د انتخاباتي بهیر سره د خپلی علاقې په باب خبرې وکړې.
کنړ د افغانستان هغه ولایت دی چې پکې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.
سرباز کیت جوردن وایي هغه ته دا مهمه نده چې د نوامبر په څلورمه څوک جمهور رئیس شي.
بلکه ارزښتناکه دا ده چې نوي مشر د بدلون سبب شي. بل عسکر پړک مشر دامنیک گرازي وایی دی پدې اړه د خپلی کورنۍ پر پریکړې باور لري.