د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د نړېوال وجهی صندوق مرستی ته 'عاجل ضرورت لري'


د جرمنی دمالیی وزېر واېې که چېرې پاکستان غواړی چې له مالی شخړو سره مخامخ نشی نو پکارده چې په دې اونی کې د نړېوال وجهی صندوق نه پور واخلی.

فرانک والټر سټېنماېر دا خبرې نن د سه شنبی په ورځ په اسلام اباد کی د پاکستان له چارواکېو سره وکړلی.

تېره اونی نړېوال وجهی صندوق داخبره تائېد کړله چې پاکستان له دوی نه مالی مرسته ددې لپاره غوښتی ده چی د ملېاردو ډالرو خارجی پورونو په ورکولو کې بېرته پاتی نشی.

نړېوال وجهی صندوق او پاکستان په نړۍ کې دروانو اقتصادی شخړو پړه پر ېو شمېر هېوادونو وراچوی.

همدارنگه دواړه هېوادونه واېې چې په نړئ کې دتېلواو خوراکی موادو د قېمت لوړېدل هم د ېوشمېر هېوادونو د ناسمو اقتصادی پالېسېو نتېجه ده.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې نن د سه شنبی په ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې ېې دهغه نوي نظامی دفتر ابادول بند کړېدی چې په ملېونو ډالره به پرې ولگېږی.

XS
SM
MD
LG