د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یوی قوي زلزلې ېو سلو اوېا تنه وژلي دي


د پاکستان په شمال لوېدېز کی دېو سختې زلزلې په تعقېب دکلی خلک او دنجات او ژغورنې عمله لگېا دی کوښښ کوی چه ژوندې پاتی شوی خلک دورانو شوو کورونو نه راوباسی.

ېو سلو اوېا کسان په دغه سخته زلزله کی وژل شوی دی.

پاکستانی مقامات واېې چه ددی زلزلې قوت شپږ عشارېه څلور درجی ؤ او په سلگونو خام کورونه ېې دبلوچستان په اېالت کې وران کړل.

زلزله سهار چربانگ مالی وشوه.دولس زره خلک بی کوره شوی دی او اوس په ډېره سخته هوا کی په سپېن مېدان باندی ناست دی.

د مرستو درسولو نړېوال سامانونه اټکل کوی چه په سلهاو نور خلک به هم وژل شوی وی.

د زلزلی نورو ټکانونو هم نوموړې سېمه نن ولړزوله.

ددې زلزلې دثقل مرکز د زېارت غرنئ سېمه وه چه د افغانستان سرحد سره نژدی پرته ده او ډېر زېات خام کورونه هلته خراب شوی دی.

د زلزلې نه ورسته زمکه اوښوېدله چه د خلکو کورونه ېې لاندی کړل او سړکونه ېې بند کړی دی دکلی خلک خپلو وژل شوو خپلوانو د ښخولو لپاره قبرونه تېاروی.

دې وژونکې زلزلې د پښېن په ولسوالئ هم ډېره تباهی راوستلی ده.

د پاکستان پوځ واېې چه مصېبت زپلو سېمو ته ېې خېمې او سېار روغوتونونه لېږلی دی.

په کال دوه زره پنځه مېلادی کې هم پاکستان په شمال لوېدېز کې په ېوه ډېره سخته زلزله کی تقرېبا پنځه اوېا زره خلک مړه شوی ؤ.

بل پلو، د پاکستان په شمال لوېدېز کې پولېس واېې چه نن ېوه سړی دبمونو نه ډک خپل موټر ېوې عسکرې څوکئ سره نژدی وجنگوه. او څلور عسکر ېې ژوبل کړل.

خو په چاودنه کې ېواځې حمله کوونکې ووژل شو. دا حممله دصوبه سرحد په بنو کی وشوه.

XS
SM
MD
LG