د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان زلزلې ځپلي خلک مرستو ته انتظار باسی


د پاکستان او نړۍ د مرستو رسولو مؤسسې لگیا دي په زرگونو زلزلې ځپلو خلکو ته مرستي رسوي.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د مړو شمیر ٢١٥ تنو ته رسیدلی دی او خلک د خپلو مړو په ښخولو اخته دي او د ژوندی پاته کسانو په پیدا کولو پسې گرځي.

پاکستانی چارواکو سیمی ته خیمې، شړۍ خوراکي مواد او داسي نور ضروري شیان لیږلي دي او طبي کارکونکو د سلهاو زخمیانو علاج کړی دی.

د نړۍ د روغتیا سازمان ویلي دي چی د تقریبا پنځوس زره خلکو د پاره یې کافي اندازه مواد لیږلي دي چی د هغوی ددرو میاشتو ضرورت پوره کولای سی.

ډیر زیات تاوانونه د زیارت سیمي ته رسیدلي دي او د پښین په ولسوالي کی هم خلک مړه یا زخمي شوي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت هغو کورنیو ته چی غړي یې په دې زلزله کی مړه شوي دي د زرهاو ډالرو مرستو وعدې کړی دي او ویلي یې دي چی د زخمیانو سره به هم په سلهاو ډالره مرسته وکړی.

XS
SM
MD
LG