د لاس رسي وړ اتصالات

کاینات څنگه جوړ شوي او څنگه کار کوي؟


په سویس کې سانیسپوهانو یوه داسې لویه پروژه پیل کړې چې دا مالومه کړي چې کاینات څنگه جوړ شوي او څنگه کار کوي.

دغه تر ځمکې لاندې په یوه اولس کلومتره اوږده ټونل کې په دوو مخالف خواو کې د روانو ذراتو د ټکر تر ټولو ستره پروژه په سویس کې په بري سره پیل شوه.

او ساینس پوهان هیله لري چې دا به د کاینات په جوړښت باندې د پوهیدو ترټولو لوی گام وي.

د ‏اروپايي اټومي څېړنې سازمان ‏(‎سرن‏)‎ ساینسپوهانو د ذراتو د ټکر دغه پروژه د ساینس په تاریخ کې ترټو ستره پروژه او ترټولو پېچلي ساینسي الات بللي.

د سرن یو ساینس پوه جېمز سټرېټ: ”‎دا ورځ د شلو کالو د انتظار څخه وروسته راورسېده. دلته زمونږ مخي ته ترټولو غټې تجربې، ترټولو پیچلي ساینسي الات دي، چې ډېر مغلق سمانونه پکې نسب دي او ترټولو گرانې او پېچلې تجربې به ترسره کړي. له کوم څخه چې مونږ هیله لرو دا زده کړو چې د کاینات نظام څنگه کار کوي‏”‎

کله چې د ذراتو شعاع له بري سره په تونل کې پرېښودل شوه نو د ساینسپوهانو له خولو د خوشالۍ چیغې ووتلې او پنځه ساعته وروسته له مخالف لوري هم د ذراتو شعاع ورپرېښودل شوه.

ساینس پوهان اوس تر پخوا د اټمي ذراتو په ماتولو ښه کنټرول لري چې د هغوی جوړښت ځانته مالوم کړي.

بالاخره به له دواړو خواو څخه د پروټونو ‏ذرې په یووار په ټونل کې پرېښودل شي چې هغه له یو بل سره وجنگیږي او د چودنې سم دستي به هغه څه مالوم شي په څه چې ساینسپوهان باور لري چې کائینات د یوې لوې چودنې په نتیجه کې منیځ ته راغلی.

کولایډر مشین به د پروټونو د شعاع تاویدل په ټونل کې د رڼا په څېر تېز کړي چې په یوه ثانیه کې به په دغه ټونل کې یوولس زره وار تاو را تاو شي.

وروسته چې کله د پروټونونو غټې شعاوې په دغه ټونل کې له یو بل سره ټکر شي، نو په ټونل کې نصب شوې په زرهاو ټنه غټې کمرې به د ټکر د پایلو پرله پسې په هره ثانیه کې ملینونه عکسونه واخلي.

هیله کیږي د سرن دغه تجربې به د وخت او د فضا د ابعادو سره سره د پیټر هیگ د زرو د جوړښت په تیوري هم نوره رڼا واچوې.

هیگ ددغې تجربې په هکله: "که زما تیوري صحیح ثابته نه شي نو زه به ډیر حیران او مایوسه شم. ددې مانا به دا وي چې زه په هغه څه نه پوهیږم د کوم شي په هکله چې اوس زه فکر کوم پوهیږم."

په دغې پروژې باندې چې د اروپايي اتحاد د شلو هیوادونو لخوا پیل شوې د اتیا هیوادونو ساینسپوهان کار کوي.

XS
SM
MD
LG