د لاس رسي وړ اتصالات

د آغا خان موسسه او د فرانسې هیواد په کابل کې افغان داکتران روزي


په کابل کې د اغا خان موسسې د فرانسې په مرسته داسی پرورگامونه پیل کړي چې له امله به یې د افغان ډاکټرانو د پوهې کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د اغا خان د موسسې استازې علي موجي وایې د هغوئ د موسسې او په کابل کې د فرانسې د سفارت ترمنځ د شوی تړون پر اساس فرانسه دوه ملیونه ایرو ځانگړي کوي چې د افغان ډاکټرانو د لا روزنې لپاره په مصرف رسیږي.

موجي وایې چې ددی لارې د افغانستان ټولو روغتیایې مامورینو ته د دورئ روزنې گټه رسیږي.

دوی وایې چې ددی روزنې وروسته به افغانان خپل ناروغان د هیواد بهر د درملنې لپاره یونه سي. دا روزنیزه دوره دوه کاله ده او په لړ کې یې د یو سلو دیرشو ډیر روغتیایي مامورین روزنه گوري.

پدی پرورگام کې د فرانسې د روغتون سره د افغان ماشومانو او میندو د اړیکو ټینگول او په کابل کې د ټولو روغتونونو سره مرسته کول په همدې کې شامل دي.

اوس مهال په کابل کې یو فراسنوي روغتونو فعالیت کوي چې ویل کیږي د لږو پیسو په مقابل کې غوره خدمات سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG