د لاس رسي وړ اتصالات

ګڼ افغانان بارک اوباما تر جان مکین غوره بولي


د امریکا د متحدو ایالاتو د نومبر په ټاکنو کې د ډېموکرات ګوند کاندید بارک اوباما او جمهوري غوښتونکی نوماند جان مکین، د افغاني رسنیو لپاره هم خبر جوړونکي دي.

په افغانستان کې په ورځپاڼو او رسنیو کې هره ورځ خبرونه او مطالب د اوباما او مکین په اړه خپریږي.

پژواک خبري اژانس چې په افغانستان کې لومړی خبري اژانس دی نېږدی ټولې افغانې رسنۍ تری خبرونه اخلي.

پژواک په امریکا کې د ټاکنو د کمپاین له پیله د خپل خبریال په واسطه پوره خبري پوښښ کورني رسنیو ته رسوي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړو خېل وايي د امریکا د نومبر انتخابات په افغانستان کې رسنیو او افغانانو لپاره زیات مهم دي.

ځېنې خبریالان بیا وايي د امریکا د انتخاباتو په اړه د مرکو په لړ کې ورته په ډاګه شوې چې ګڼ افغانان د ‌‌ډېموکرات ګوند کاندید بارک اوباما تر جان مکین غوره بولي.

عبدالروف لېوال چې په پژواک خبري اژانس کې خبریال او اېډېټر دی وايي ډېری افغانان له اوسنۍ روانې وضعې چې ناامنۍ پری سېوری غوړوی نا راضه دي؛ همدا له امل دی چې افغانان یو بدلون غواړي او د اوباما د انتخاباتي کمپاین شعار هم بدلون دی.

په افغانستان کې ډېری سیاسي فعالین او د اوضاع څارونکي د امریکا د متحدو ایالاتو د نومبر انتخابات له نېږدی څاري، دوی پدی باور دي هر څه چې په امریکا کې په ټاکنو کې پېښیږي، پر افغانستان خپل اغېز غورځوي.

د پوهنتونونو استادان او محصلین بیا د نړیوال تلویزیونونو او انټرنېټ له لاری د امریکا انتخابات تعقیبوي.

په افغانستان کې په دی امریکايي پوهنتون کې ګڼ محصلین وايي دوی په دی تمه دي یو داسې څوک د امریکا نوې جمهور ریس شي چې افغانستان ته یې زیاته پاملرنه وي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون محصلین چې د نورو زده کړو ترڅنګ د امریکا سیاسي سیستم په اړه هم معلومات تر لاسه کوي.

مونږ تری په امریکا کې د انتخاباتي مبارزی او دا چې څوک د امریکا د نوې اداری مشرۍ ته راشي، پوښتلي.

دا ډول ځېنې محصلین بیا وايي د افغانستان موضوع د امریکا د انتخاباتو دواړو کاندیدانو لپاره مهمه ده.

دوی وايي د اوباما وروستی سفر چې افغانستان ته یې درلود وښوده که هر څوک د انتخاباتو ګټونکی شی تر کورني اقتصاد وروسته افغانستان به یې په لومړيتوبونو کې وي.

د کابل ځېنې ښاریان وايي دا چې امریکا په افغانستان کې نظامي حضور لري. نو ددغه هېواد ټاکنې هم اغېز لرلای شي.

خو ددی ښار ځېنې اوسېدونکي د افغانستان په اړه د اوباما د پالیسو نه خوښ ښکاري.

د کابل ښار اوسېدونکی یوه ښاري وویل دی د امریکا له نوي ولسمشر نه غواړي چې په افغانستان کې دی جګړه نور ودریږي او سراسري سولې ته دی کار وکړي.

XS
SM
MD
LG