د لاس رسي وړ اتصالات

زرداری: امرېکا باید د پاکستان په خاوره کې د توغندېو ډزې بندی کړی


د پاکستان جمهور رئېس زرداری د امرېکا جنرال دېته هڅولی دی چې د پاکستان په خاوره کې د توغندېو ډزې پر افراطېانو باندی بندی کړی.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس د اصف علی زرداری له قوله لېکی چې دغه حملی بې گټی دی.

رپوټ واېې چې بې پېلوټه الوتکېو څو څو ځلې د افراطېانو په پخو مورچلونو باندی د پاکستان په سرحد ی سېمو کې چې افغانستان ته نېژدی پرتی د اگست د مېاشتی راهېسی بمباری کړېده.

د پاکستان سرکاری خبری اژانس واېې چې ښاغلی زرداری جنرال پېټرېېس ته په اسلام اباد کې نن ووېل چې په دغو حملوکې بې گناه انسانان وژل شوېدی.

تر دی مخکی د پاکستان ددفاع وزېر چوهدری احمد مختار د امرېکا جنرال ډېوېډ پېټرېېس ته خبرداری ورکړ چې هغه مشکوک برېدونه چې د امرېکا په توغندېو باندی د پاکستان په خاوره باندی کېږی دا خطر رامنځته کوی چې په دغه هېواد کې د امرېکا خلاف تشنج او بحران را پېدا کاندی.

د دفاع وزېر احمد مختار په دغه موضوع او د پاکستان د پوځ په نظامی عملېاتو باندی د امرېکا له جنرال ډېوېډ پېټرېېس او د خارجه وزارت له مرستېال ډېوېډ بوچر سره په اسلام اباد کې نن ددوشنبی په ورځ خبری وکړی.

پاکستان واېې چې د توغندېو برېدونه ددوی په خاوره او استقلال باندی تېری گڼل کېږی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس پاکستان ته ېکشنبی په ورځ ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې په منځنی ختېځ او مرکزی اسېا کې دامرېکا د ټولو قواو د قوماندانی مقام ته درسېدلو نه وروسته هغه بهر ته سفر کوی. جنرال پېټرېېس ته دا نوی مقام څو ورځی مخکی ورکړل شوی و.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس مخکی تردی په عراق کې دامرېکا د نظامی عملېاتو قوماندان و. په خپله نوی وظېفه کې به دی ددغوعملېاتو څارنی ته ادامه ورکړی خو ددی ترڅنگ به دافغانستان د نظامی عملېاتو څارنه هم کوی.

رپوټ واېې چې امرېکا پاکستان ته د القاعده او ېاغی طالبانو خلاف جگړه کې د ېوه نېژدی انډېوال په سترگه گوری خو ددواړو هېوادونو ترمنځ اړېکی له سرحد نه اخوا د توغندېو په برېدونو باندی ترېنگلی شوېدی.

په دې ډېر نېژدی وخت کې د جمعی په ورځ داستخباراتو چارواکېو ووېل چې دامرېکا د توغندېو په برېد کې چې د پاکستان په خاوره وشو، تقرېبا شل کسان ووژل شول.

په دغوکسانو کې د القاعده ېو منځکوره قوماندان هم شامل و. دابرېدد پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې شوی و. جنرال پېټرېېس ته ددې کار اعتبار ورکول کېږی چې په عراق کې ېې په ېونېم کال کې مرگ ژوبله کې کمښت راوست.

هغه له امرېکا غږ سره په خپله وروستی مرکه کې ووېل چې دی غواړی دعراق په څېر ېو شمېر ستراتېژېونه په افغانستان کې هم کار واخلی.

XS
SM
MD
LG