د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پېټرېېس، د پاکستان ددفاع له وزېره سره مذاکرات وکړل


پاکستان واېې چې ددفاع وزېر چوهدری احمد مختار د امرېکا جنرال ډېوېډ پېټرېېس ته خبرداری ورکړېدی چې هغه مشکوک برېدونه چې د امرېکا په توغندېو باندی د پاکستان په خاوره باندی کېږی دا خطر رامنځته کوی چې په دغه هېواد کې دامرېکا خلاف تشنج او بحران را پېدا کاندی.

ددفاع وزېر احمد مختار په دغه موضوع او د پاکستان د پوځ په نظامی عملېاتو باندی د امرېکا له جنرال ډېوېډ پېټرېېس او د خارجه وزارت له مرستېال ډېوېډ بوچر سره په اسلام اباد کې نن ددوشنبی په ورځ خبری وکړی.

پاکستان واېې چې د توغندېو برېدونه ددوی په خاوره او استقلال باندی تېری گڼل کېږی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس پاکستان ته ېکشنبی په ورځ ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې په منځنی ختېځ او مرکزی اسېا کې دامرېکا د ټولو قواو د قوماندانی مقام ته درسېدلو نه وروسته هغه بهر ته سفر کوی.

جنرال پېټرېېس ته دا نوی مقام څو ورځی مخکی ورکړل شوی و.

د پاکستان د ډان ورځپاڼه لېکی ټاکل شوېده چې دغه عالېرتبه امرېکا ېې هېئات د پاکستان د پوځ د لوی درسېتز جنرال اشفاق کېانی او جمهور رئېس اصف علی زرداری سره هم ملاقات وکړی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس مخکی تردی په عراق کې د امرېکا د نظامی عملېاتو قوماندان و.

په خپله نوی وظېفه کې به دی ددغوعملېاتو څارنی ته ادامه ورکړی خو ددی ترڅنگ به د افغانستان د نظامی عملېاتو څارنه هم کوی.

رپوټ واېې چې امرېکا پاکستان ته د القاعده او ېاغی طالبانو خلاف جگړه کې د ېوه نېژدی انډېوال په سترگه گوری خو ددواړو هېوادونو ترمنځ اړېکی له سرحد نه اخوا د توغندېو په برېدونو باندی ترېنگلی شوېدی.

په دې ډېر نېژدی وخت کې د جمعی په ورځ د استخباراتو چارواکېو ووېل چې د امرېکا د توغندېو په برېد کې چې د پاکستان په خاوره وشو، تقرېبا شل کسان ووژل شول.

په دغوکسانو کې د القاعده ېو منځکوره قوماندان هم شامل و.

دا برېد د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې شوی و.

جنرال پېټرېېس ته ددې کار اعتبار ورکول کېږی چې په عراق کې ېې په ېونېم کال کې مرگ ژوبله کې کمښت راوست.

هغه له امرېکا غږ سره په خپله وروستی مرکه کې ووېل چې دی غواړی دعراق په څېر ېو شمېر ستراتېژېونه په افغانستان کې هم کار واخلی.

XS
SM
MD
LG