د لاس رسي وړ اتصالات

'اوبامه تر اوسه د خپل مخالف کاندید جان مکین نه  وړاندی روان دی'


د امریکا د جمهوری ریاست انتخاباتو کی د دیموکرات گوند کاندید براک اوبامه تر اوسه د خپل مخالف کاندید جان مکین نه وړاندی روان دی او د رایی گیرئ نه یوه ورځ وړاندی په مهمو ایالتونو کی انتخاباتی کمپاین کوی.

د ریل کلیر پولیټیکس ډاټ کام په نوم یو موسیسی په تازه شوی سروی کی ښودلی دی چی براک اوبامه د جام مکین نه اووه پواینټه مخکی روان دې.

دغه ویب پاڼه دا اټکل هم کوی چی سناتور براک اوبامه کیدای شی دومره عامه او مخصوصی رایې وگټی چی کامیابی به تر لاسه کړی او لومړئ تورپوستئ امریکایی به وی چی په سپینه ماڼئ کی کښینی.

په امریکا کی هر ایالت یو شمیر مخصوصی رایی لری چی الیکټورل کالج وایی چی دا د ایالت د نفوس او په کانگرس کی د دوی په نمایندگئ پوری اړه لری.

د امریکا د جمهوری ریس دپاره پکار دی چی د دی مخصوصو رایو یا الیکټورل کالج د ٥٣٨ رایو نه ٢٧٠ رایی وگټی.

سناتور جان مکین نن د امریکا اووو ایالتونو او براک اوبامه دریو ایالتونو ته ځی او خپلی وروستئ وینا گانی کوی.

XS
SM
MD
LG