د لاس رسي وړ اتصالات

ملا ضیأ الدین د ایساف په لاس په لشکرگاه کې ووژل شو


په افغانستان کې د ایساف قواو د طالبانو هغه قوماندان چې په کور کې د جوړو شویو بمونو او چاودیدونکو موادو په برابرولو او ځای په ځای کولو کی یی چې پلان یی بیا شنډ کړای شو پوره لاس لاره وژلی دی.

ملا ضیأ الدین د ایساف په لاس د لشکر گاه په جنوب کې د تهاجمي حملې نه وروسته په نښتو کې ووژل شو.

بل پلو افغان چارواکي وایی د افغانستان په جنوب کې پر موټر سایکل باندی سپرو دوه و وسله والو د عزیز الله نوري په نوم د استخباراتو د چارو یو محلي مامور وواژه چی وژونکي هم نیول شوی دی.

همدا شان، پرون د کابل پولیسو په کابل کې د موټرو لټون وروسته له هغه پیل کړ چې مامورینو په هغه ښار کې د یوه فرانسوي کارکونکي د تښتول کیدو خبر خپور کړ.

د امنیتي چارو هغه کمپنۍ چی نړیوالو کاریگرو ته په کابل کې د مخامخ گواښ گواښ پلټنې کوي او اندازه یی لگوي وایی پرون د دوشنبې په روځ د کابل د ښار په غوټ منځ کې یو فرانسوي کارکونکی د وسله والو په لاس وتښتول شو، خو بل ترې د ځان په خلاصؤلو بریالی شو.

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د انسانانو د تښتونې د جرمونو اندازه لوړه شویده ځکه په تښتونه کې د خیل کسان بیا د تښتول شوي کس د خوشي کولو په بدل کې د زیاتو پیسو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG