د لاس رسي وړ اتصالات

د نړی اقتصاد او په امریکا کي د جمهوري ریاست لپاره انتخابات


د نړی په سطحه داسې ښکا‏ري چې پانگه اچونکي خوشبینه وي او امریکايي ونډې د لوړیدلو په حالت کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې چې د نړی په سطح یو ستر اقتصادي قدرت دی، د جمهوري ریاست لپاره انتخابات کیږي.

د ورځې په نیمايي کې اروپايي شاخصونه لوړ شول او همدارنگه اسیايي بازارونه د بندیدلو نه مخکې لوړ ختلي وو.

دغه خوشبیني هغه وخت راڅرگنده شوه چې بانکونو تصمیم ونیو چې یو بل ته پورونه ورکړي.

پخوا د ربحې اندازه دوی مجبوره کړي وو چې پورونه ورنه کړي او اقتصادي بحران رامنځ ته کړي.

نن د بریتانیې صدر اعظم وویل چې د منځني ختیځ د تیلو ماړه تولیدونکو هیوادونو ژمنه کړې ده چې بین المللي وجهي صندوق ته پیسې ورکړ.

دغه صندوق ډیرو ملکونو سره چې په هغو کې ایسلند، یوکراین او هنگري راځي پولي مرستې کړيدي.

XS
SM
MD
LG