د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان د امریکا خلکو ته د نوي مشر په ټاکلو کې د بریالیتوبونو هیله کوي'


په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د جمهور رئیس ویاند همایون حمید زاده خبریالانو ته په امریکا کی د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه وویل د افغانستان حکومت د امریکا خلکو او حکومت ته د نوي مشر په ټاکلو کې د بریالیتوبونو هیله کوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د افغانستان ښه ملگری دی او ددی انتخاباتونه وروسته 'مونږه د امریکا نوی جمهور رئیس نه زیاتی تمې لرو.'

بل پلو، په افغانستان کی د امریکایی قواو د شپاړسمې پیاده لوا عسکر وایی اوس په امریکا کی د بنیادي بدلون او نوي جمهور رئیس وخت را رسیدلای دی چې د هیواد او خلکو مسولیت په خپلو اوږو واخلي.

د دوک تسک په نوم د عسکرو لوا د کنړ په ولایت کی د امنیت د ساتلو دنده په غاړه لري چی پکې پدی وروستیو کی د تاوتریخوالي پیښې هم زیاتی تر سترگو کیږي.

XS
SM
MD
LG