د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د استخباراتو مرستیال ووژل شو


افغان چارواکي وايي، دوو وسله والو سړو چې پر موټر سایکل سپاروه ول، د کندهار په ولایت کې یې ددغه ولایت د استخباراتو د ریاست پر مرستیال عزیزالله نوري باندې ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

دغه پیښه د دوشنبې په ورځ شوې او حمله کوونکي ندي نیول شوي.

افغان اسلامي آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغې حملې مسئولیت اخیستی دی.

په دې وروستیو شپو ورځو کې په کندهار کې پر حکومتي چارواکو باندې حملې زیاتې شوي دي.

له بلې خوا، پرون د هلمند د سنگین په ولسوالۍ کې د ناټو قواوو پر هغه موټر ډزې کړي چې د تالاشۍ پوستې پر لورې تیر راروان وو. د ډزو په نتیجه کې په موټر کې سپور یو افغان زخمي شوی دی.

XS
SM
MD
LG