د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما ستر بری تر لاسه کړ


د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو گټلو سره سره ډموکراټ گوند د سنا په مجلس کې هم بری ترلاسه کړه.

د کانگرس لپاره هم انتخابات د جمهوري ریاست په څه ډول یو ځای ترسره شول؟

ایا د ډموکراټ گوند لپاره دغه بری هم دومره و چې څومره یې تمه کېدله یا کم وزیات؟

د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د ډموکراټ گوند کاندید بارک اوباما ستر بری ترلاسه کړ، او ورسره یې د سنا په مجلس او په اولسي جرگې کې څو هغه څوکۍ وگټلې چې د جمهوري غوښتونکي گوند تقاعد شوو غړو پرې ایښې وې.

د نویو ټاکل شوو سناتورانو څخه یوه د شمالي کارولاینا ایالت کې هیگن ده.

هغې د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدې الیزبت ډول ته ماتې ورکړه. په سخته سیالي کې هیگن ډول یوه بې کفایته سناتوره وبلله.

د ډول کمپاین بیا ویلي ول چې هیگن په خدا عقیده نه لري. ډول په خپلو ویناو کې ویلي و چې له دې سره انصاف نه دی شوی.

الیزبت ډول: "له لري لري ځایونو څخه خلکو شمالي کارولاینا ته پیسې راولیږلې، او زما خلاف یې سخت، ناجایزه او منفي اعلانونه جوړ کړل، ما هغوی ته کلک ځواب ورکړ."

په جنوبي ولایت ویرجینیا کې ډموکراټ والي مارک وارنر هم د سنا د مجلس څوکۍ وگټله چې پخوا د جمهوري غوښتونکي گوند په لاس کې وه.

وارنر: "زمونږ هیودا بېرته په سمه لار برابرولو په لور دا یو بل گام دی"

ډموکراټ کاندید جین شهین بیا په نیو همپشایر ولایت کې له جمهوري غوښتونکي کاندید جان سنونو څخه د سنا د مجلس څوکۍ وگټله.

جین شهین: "د نیو همپشایر خلکو د رایو له لارې خپل غږ اوچت کړ. دوی په جگ غږ او په څرگنده وویل چې دوی نوی لور غواړي"

د ډېرو رایو اچونکو لپاره نوی لور د امریکا مخ په ټیټېدو اقتصاد بهتره ول دي.

د امریکايي سیاست په هکله د یوې ناپییلې ورځپاڼې روتنبرگ سیاسي رپوټ څخه ناتن گونزالیس وايي: "مهم شی اقتصادي ستونزو ته نوې لار غوره کول و"

هغه وايي ډموکراتانو په دې انتخابات وگټل چې د اقتصادي ستونزو پړه یې د جمهوري غوښتونکي گوند په غاړه واچوله.

گونزالیس: "پیل یې د تېلو له لوړو بیو وشو، او اوج یې هغه اقتصادي کړکېچ و چې بانکونه له مینځه ولاړل. او ددغه کړکیچ غم باید په کانگرس کې خوړل شوی وای"

په اکتوبر کې کانگرس د مخ په زوال اقتصادي سیسټم د ژغوژلو لپاره اووسوه ملیارده ډالر منظور کړل. خو په اقتصاد باندې د خلکو باور په دوو لسیزو کې بل تر هر وخت ټیټ دی، او د هیواد اقتصادي گټې هم ټیټې شوی.

د واشنگټن په هېري تیج بنیاد کې د کانگرس څېړونکی براین ډالرنگ وايي د بارک اوباما بریا او په کانگرس کې د ډموکراټ گوند لخوا زیاتې څوکۍ ترلاسه کول به نوي جمهور رئیس ته دومره واک ورکړي چې خپل پروگرام عملي کړي.

براین: "د مثال به ډول اوباما د غریبو خلکو لپاره د مالیو د کموالي لپاره کمپاین وکړ، او هغه د روغتیا په سیسټم کې د سمون خبره کړې. هغه له عراق څخه د امریکايي پوځونو د راایستلو خبره هم کړې، نو دا به په زړه پوري خبره وي چې وگور هغه په داسې کانگرس کې چې ډموکراټ گوند پکې اکثریت لري څنگه له عراق څخه پوځونه راباسي"

د جمهور رئیس بوش محبوبیت بل ترهر وخت ټیټ دی او دې شي هم له ډموکراټ گوند سره مرسته وکړه. خو د میش مکانل په گډون چې په کنټکي ایالت کې یې له سختې مبازرې وروسته خپله څوکۍ وگټله، ځینو جمهوري غوښتونکو خپلې څوکۍ وساتلې.

مکانل: "زه به تاسې مایوسه نکړم. زه دغه بری ستاسو په نامه کوم"

تېر ځل کې چې ډموکراټ گوند دواړه سپینه ماڼۍ او کانگرس گټلي ول هغه د ١٩٩٠ لسیزې په لومړیو کلونو کې د بل کلنټن په وخت کې و.

XS
SM
MD
LG