د لاس رسي وړ اتصالات

په بادغیس کې بمباریو ١٥ یاغیان او ٧ ملکیان وژلي


امریکايي قواوې وايي، د هغو رپوټونو په باب تحقیقات کوي چې وايي، د بادغیس د غورماچ په ولسوالۍ کې د ایتلافي قواوو په بمباریو کې ملکيان وژل شوي دي.

افغان مامورین وایی چی پرون د چهارشنبې په ورځ د ائتلافي قواو په دغه هوایی حمله کی ١٥ یاغی طالبان او لږ تر لږه ٧ ملکي خلک وژل شوي دي.

رپوټونه وايي، د غورماچ په ولسوالي کی یاغي طالبانو د ناتو او افغان قواو د موټرو په یوه کتار باندي حمله وکړه، د څو ساعتو جگړې نه وروسته ائتلافي قواو د هوایي حملې امر ورکړ .

دا پېښه په داسي حال کی کیږي چی د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د امریکا د نوي منتخب جمهوررئیس براک اوباما نه وغوښتل کله چی دی د چارو واگي په لاس کی واخلي نو د لومړنیو کارونو نه به یې یو دا وي چی په افغانستان کی د ملکي خلکو وژل بند کړی .

ښاغلي کرزي دا غوښتنه هغه وخت وکړه چی د کندهار د ولایت خلکو پرون وویل چی د شاه ولي کوټ په ولسوالي کی د ائتلافي قواو په هوایی حمله کی ۴٠ ملکي خلک چی د یوه واده په مراسمو کی یې برخه اخیستې وه ، وژل شوي دي.

کرزي وویل، هوايي حملې د تروریزم په خلاف جگړه نشي گټلای.

په روان کال کې په افغانستان کې د ایتلاف او ناټو د قواوو په عملیاتو کې یو شمیر ملکي خلک وژل شوي او د افغانستان حکومت پر دغه کار باندې سخت انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG