د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما به ډیر ژر د مالیې نوی وزیر انتخاب کړي


ټاکل شوی چی د امریکا منتتخب جمهور ریس براک اوباما به لس ورځی مخکی له دی چی د جمهور ریس په حیث وظیفه اشغال کړی او په ملک کی تر ټولو سخت اقتصادی بحران ورته په میراث ورورسیږی ،ډیر ژر به د مالیی نوی وزیر وټاکی.

ویل کیږی چی ښاغلی اوباما به د جمعی په ورځ د خپلو اقتصادی مشاورینو سره غونډه وکړی او د انتخاباتو وروسته به لومړنی مطبوعاتی کنفرانس دایر کړی.

ښاغلی اوباما ته پرون د ملک د ډیرو سری استخباراتي موضوعاتو په هکله معلومات ورکړل شول.

سپینه ماڼی وایی چی جمهور ریس جورج بوش به د دوشنبی په ورځ د ښاغلی اوباما سره د قدرت د انتقال په اړه په واشنگټن کی وگوری.

د ښاغلی اوباما په انتخاب رام ایمنول پرون د دفتر ریس په حیث وظیفه ومنله.

ایمانول د ایلونای د ایالت وکیل دی او د پخوانی جمهور ریس بیل کلینتن په وخت کی یی کار کړی دی.

ویل کیږی چی ښایی د هوایی قواوو پخوانی وزیر د دفاع وزیر، ډیموکرات سناتور جان کیری او یا هم جمهوریت غوښتونکی سناتور چک هگل د بهرنیو چارو د وزیر پحیث وټاکل شی. منتخب جمهور ریس به د جنوری په شلمه نیټه د وفاداری لوړه پرځای کړی.

XS
SM
MD
LG