د لاس رسي وړ اتصالات

د قبایلو په غونډه کی چاودنې ٨ تنه وژلي


پاکستاني مامورین وایی چی نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په نا آرامه سرحدي سیمه کی د قبایلو د مشرانو په یوه غونډه کی د بم چاودنه وشوه، لږ تر لږه اته تنه یې وژلي او ۴٥ تنه یې زخمي کړي دي.

مامورین وایی چی دا حمله په باجوړ کی شوې ده.

چارواکو نن سهار ویلي وو چی په دې سیمه کی په یوه هوایی حمله کی لږ تر لږه ١١ مشکوک یاغیان وژل شوي دي.

پرون په رپوټونو کی ویل شوي وو چی اسلامي یاغیانو د ښوونځي هغه ١٢ زده کونکي چی د سه شنبې په ورځ یې د یوه حکومتي ښوونځي نه تښتولي یې وو ، آزاد کړي دي.

د طالبانو د هغي ډلي چی مشري یې تندروه ملا مولانا فضل الله کوی یوه نطاق په دغو زده کوونکو باندی تور ولگاوه چی په سوات کی د پاکستان امنیتي قواو ته جاسوسي کوی.

XS
SM
MD
LG