د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا مرکزي بانک او د برتانیې بانک سود ډیر کم کړ


د برتانیې بانک او د اروپا مرکزي بانک له نړیوال مالي بحران سره د مبارزې په لړ کې د سود اندازه ډیره راکمه کړې ده.

د برتانیې بانک نن د پور د ورکولو په بدل کې د سود اندازه یو نیم فیصد راکمه کړه چې دا په تیرو پنځوسو کلونو کې دغه ډول د سود تر ټولو ټیټ نرخ بلل شوی دی.

د اروپا مرکزي بانک هم د پور د ورکړې د سود نرخ نیم فیصد راکم کړی دی.

مرکزي بانکونه او د نړۍ د اقتصادي چارو مسئولین اندیښمن دي چې د بانکي کریډیټونو سوړ بازار کیدای شي تجارت او مالي چارې په ټپه ودروي. د اوباما حکومت به د پاکستان په اړه له سره غور کوي

XS
SM
MD
LG