د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انتخاباتي مبارزو کې د 'عرب' او 'مسلمان' د کلمو، منفي استعمالیدل


عرب امریکایان وايي، هغه اندېښنې چې عام امریکایان یې لري، له دوی سره هم دي. لکه کار روزگار، اقتصاد، د عراق جگړه او داسې نور. خو ډیری نور عرب امریکایان بیا وايي، د امریکا په انتخاباتي مبارزو کې د 'عرب' او 'مسلمان' د کلمو منفي استعمالیدلو ډیر پریشانه کړي دي.

د نیویارک د بروکلین په ښارگوټي کې ډیر عرب امریکایان په دې وروستیو کې ددې لپاره راټول شوي وو چې د محلي کاندیدانو او جمهوري ریاست ته د دیموکرات کاندید براک اوباما او د جمهوري غوښتونکي کاندید جان مکین د استازو خبرې واوري.

په امریکا کې تقریباً درې میلیونه عربان دي چې اکثره یې د فلوریډا، اوهایو، پنسلوانیا او ویرجنیا په ایالتونو کې اوسیږي او په انتخاباتي مبارزو کې ددغو عربانو د رایو د گټلو لپاره ډیره هڅه شوې ده.

جیم زاگبې دلته په واشنگټن کې د عرب امریکایانو د خپلواک انسټیټوټ رئیس دی. دی وايي، عرب امریکایان د نورو امریکایانو سره یو شان اندیښنې لري.

"زموږ سره هم هم هغه اندېښنې شته چې د ملک له نورو خلکو سره دي. موږ په همدې تازه وختو کې د عربي امریکایانو یو سروې پای ته ورسوله. ٨٠ فیصدو یې ویل چې د دوی لویه اندېښنه د اقتصاد په باب ده"

ددغه سروې له مخې، ډیر عربان دلته د عراق د جگړې، روغتیايي آسانتیاوو، د تیلو د نرخونو او د تحصیل په باب هم اندېښنه لري.

یو عرب امریکايي وايي: "زما اندېښنه دا ده چې موږ به دلته په امریکا کې په خپلو ټولنو کې نړیواله صحي بیمه ولرو؟ زه د تحصیل پا باب هم اندېښمن یم. دا اوس زما درې ماشومان په پوهنتون کې دي او یو یې ښوونځي ته ځي. زما ددغو ماشومانو آینده به څنگه وي؟ زما یو زوی چې له پوځ سره کار کوي تازه له عراق نه راستون شوی دی."

هغه عرب امریکایان چې خپل نومونه یې راجستر کړي تقریباً سم نیمايي یې د دیموکرات گوند پلویان دي. یوې سروې چې تیره میاشت وشوه، وښودله چې د عربي امریکایانو تر منځ براک اوباما له خپل رقیب جان مکین نه ١۴ فیصده مخکې دی.

د اوباما دغه ملاتړ په هغو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو کاندیدانو کې له ورایه ښکاره وو چې په بروکلین کې ددې لپاره راټول شوي وو چې د کاندیدانو په باب معلومات حاصل کړي.

یو عرب امریکايي وايي: "زه دا کال اوباما ته رایه ورکوم. ولې چې د ډیرو مسایلو په باب د هغه دریځ زما خوښ دی. د دوی داخلي او خارجي پالیسۍ زما خوښې دي."

یو بل عرب امریکايي بیا وايي: "که څه هم ما ځان د جمهوري غوښتونکي په نوم راجستر کړی خو سږ کال زه جمهوري غوښتونکو ته رایه نه ورکوم. زه اوباما او د هغه پلان ته رایه ورکوم چې ډیر هغه بدلونونه پکې دي چې زما په گټه دي او ما ته د نږدې خلکو په گټه دي"

خو ډیر عرب امریکایان د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې د 'عرب' او مسلمان د کلمو د استعمال پر څرنگوالي قهرېدلي دي.

یو غیر واقعي آوازه په انټرنیټ کې دا خپره شوې چې براک اوباما مسلمان دی.

د جمهوري غوښتونکو د گوند له خوا د جمهوري ریاست مرستیالئ ته کاندیدې سارا پیلن ادعا کړې چې اوباما له ترورستانو سره اړیکې لري.

په دې وروستیو ورځو کې، له جان مکین نه په یوې غونډه کې یوې ښځې پوښتنه وکړه چې دې اورېدلي چې سناتور اوباما عرب دی. نو مکین په ځواب کې وویل: "نه میرمنې، هغه د ملک یو شریف او فامیلي تبعه دی"

د مکین دغو څرگندونو ډیر عرب امریکایان په دې اندېښنه کې واچول چې آیا د هغه هدف خو دا ندی چې ټول عربان شریف ندي. په دې آخرو وختو کې، د امریکا پخواني د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول په ښکاره وویل چې که اوباما مسلمان هم وي نو څه ستونزه ده؟یو عرب امریکايي وايي:

"دا لومړنی امریکايي سیاستمدار دی چې دغه ډول خبره کوي. که څه هم په سیاسي لحاظ ددغه ډول خبرې کول د هغو مسلمانانو په حق کې جایزه ده چې په دغه ملک کې د تعصب ښکار شوي، او دا صحیح کار ندی"

ډیر عرب امریکایان وايي، همهغومره اندېښمن دي چې نور امریکایان اندېښنه لري. اکثره وايي، په انتخاباتو کې تر خپلې وسې برخه اخلي چې غږ یې واورېدل شي.

XS
SM
MD
LG