د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي د امریکا د توغندیو د سیستم پر ضد اقدام کوي


روسیه وايي د امریکا د توغندیو د سیستم پر ضد اقدام کوي متحده ایالاتو پرون د روسیې پر هغه پلان ناامیدي وښودله چې غواړي پولنډ ته نږدې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.

د روسیې جمهور رئیس دیمتري مدویدوف وویل، له دې لارې غواړي د امریکا د توغندیو د هغه دفاعي سیستم مخه ونیسي چې په پولنډ کې لگول کیږي.

د بوش حکومت یو ځل بیا ټینگار کړی چې د دوی پلان چې غواړي په پولنډ کې د توغندیو ضد سیستم نسب کړي، روسیې ته هیڅ ډول گواښ نه پیښوي او نه خو د هغه ملک د ستراتیژیکو دفاع چارو په مخکې کوم خنډ جوړوي، خو چارواکي وايي، له دې آمله خواشیني شوي چې روسیې ددې کار په مقابل کې عکس العمل ته ملا تړلې ده.

د امریکايي چارواکو ددغو څرگندونو لږ مخکې جمهور رئیس دیمتري میدویدوف په ماسکو کې وویل چې د روسیې کلیننگراد په سیمه کې چې د پولنډ او لیتوانیا سرحد ته نږدې پرته ده، اضافي د لنډ واټن توغندي نسبوي.

روسیې ویلي، د امریکا هغه پلان ورته خطر متوجه کړی چې غواړي د چک په جمهوریت کې د توغندیو لس دفاعي اډې جوړې کړي او په پولنډ کې د توغندیو د کشف یو رادار سیستم نسب کړي. خو امریکا په تکرار ویلي چې ددغه پلان هدف یې د ایران او نورو سرکښه هیوادونو له خوا د متوجه خطرونو مخنیوی دی.

جمهور رئیس میدویدوف د چهارشنبې په ورخ خپلو خلکو ته په یوې بیانیې کې وویل چې د امریکا ددغه دفاعي سیستم پر ضد په سیمه کې د سکندر په نامه روسي توغندي ځای پر ځای کوي چې ٣٠٠ کیلو متره لرې هدف ویشتلای شي.

هغه همدارنگه وویل چې روسیه به له نورو الکترونیک پرمختللو تخنیکي لارو هم کوښښ وکړي چې د امریکا دغه دفاعي سیستم له کاره وغورځوي.

روسیې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د امریکا ددغه پلان په مقابل کې به په عکس العمل لاس پورې کړي او د میدویدوف وروستۍ څرگندونې ښيي چې روسیې په خپلې خبرې جدي ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG