د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا ٥ پاکستانيان نیولي


جنوبي کوریا ٥ پاکستانيان په دې تور نیولي چې طالبانو ته یې پیسې حواله کولې. د جنوبي کوریا پولیسو پنځه پاکستانیان په دې تور نیولي چې د هیروینو د تولید لپاره یې د طالبانو پیسې د حوالې له لارې انتقالولې.

پر نیول شویو کسانو باندې شک دی چې د ٢٠٠٥ کال راهیسې یې د جنوبي کوریا او پاکستان تر منځ ٧٥ میلیونه ډالر حواله کړي. د حوالې سیستم چې په اسلامي هیوادونو کې عام دی، د جنوبي کوریا په قانون کې جواز نلري.

جنوبي کوریا په تیر جولای کې یو افغان په دې تور ونیوه چې طالبانو ته یې هغه کیمیاوي مواد انتقالول چې د هیروینو په تولید کې استعمالیږي.

رپوټونه وايي، د ترورستانو ډلې په افغانستان کې د هیرونیو د تجارت پیسې د حوالې د سیستم له لارې انتقالوي، دوی ته د عربي هیوادونو ځینې خیریه ټولنې هم مرستې استوي.

XS
SM
MD
LG