د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما په اړه د ایراني، روسي، پولنډي، فلسطیني مشرانو تازه څرگندونې


علي لاریجاني وايي داسې ښکاري چې اوباما هم د امریکا همهغه پخوانۍ غلطۍ پالیسۍ تعقیبويد ایران د پارلمان رئیس د ښاغلي اوباما پر هغو څرگندونو انتقاد کړی چې ویلي یې دي، د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره د تهران هلې ځلې ورته د منلو وړ ندي.

د ایران مطبوعاتو د علي لاریجاني له خولې لیکلي چې د اوباما له دغو څرگندونو څخه ښکاري چې دی هم د امریکا همهغه پخوانۍ غلطۍ پالیسۍ تعقیبوي.

اوباما پرون په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د ایران د اتومي پروگرامونو په اړه خبرې وکړي او ویې ویل چې د تروریستي ډلو نه د ایران ملاتړ باید بند شي.هغه وویل هغه د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد د مبارکئ هغه پیغما به په غور وگوري چې د ته یې رالیږلی او وروسته به معقول جواب ورکړي.

همدارنگه د روسیې د حکومت یوه نطاق ویلي، جمهور رئیس دیمتري میدویدوف له منتخب جمهور رئیس براک اوباما سره پر ټلیفون خبرې کړي او ددې امکان شته چې دوی دواړه په نږدې ورځو کې له یوه بل سره وگوري.

د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدویدوف له اوباما سره پر ټلیفون خبرې کړياو د اوباما یوه مرستیال ویلي، هغه د پولنډ له حکومت سره په دغه ملک کې د توغندیو د دفاعي سیستم د لگولو په باب هیڅ ډول کوم تعهد ندی کړی.

د پولنډ جمهور رئیس ليچ کیزنسکي نن په یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې ښاغلی اوباما پلان لري، دغه سیستم په شرقي اروپا کې نسب کړي.

د اوباما مرستیال ډنیس مکډونا تاتید کړه چې د دواړو مشرانو تر منځ د جمعې په شپه پر ټلیفون خبرې شوي خو وايي، منتخب جمهور رئیس یوازې په هغه صورت کې ددغه سیستم د نسبولو طرفدار دی چې ددې کار لپاره لازمه ټکنالوژي کار ورکړي.

همدارنگه د حماس جلاوطنه رهبر ویلي، گوند یې آماده دی په دې شرط د امریکا له منتخب جمهور رئیس سره خبرو ته کښیني چې د حماس حقوقو او اختیاراتو ته په درنه سترگه وکتل شي.

خالد مشعل نن د برتانیې د سکای نیوز تلویزیون ته وویل، که اوباما غواړي د منځني ختیځ د بحران لپاره د حل ریښتینې لار راوباسي نو باید له حماس سره کار وکړي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس براک اوباما وايي، امریکایان به خپلې سیاسي سیالئ یوې خوا ته پرېږدي او په گډه به له مالي بحران سره مبارزه وکړي.

د حماس جلاوطن مشر خالد مشعل وایي اوباما باید له حماس سره ګډ کار ړکړي اوباما نن په یوې خبري بیانیې کې وویل چې غواړي دا خبره یقيني کړي چې د جنوري په شلمه دده د حکومت د پیلیدو سم وروسته په دې برخه کې عاجل اقدامات پیل شي.

اوباما د انتخاباتو له گټلو وروسته پرون خپل لومړني خبري کنفرانس ته وویل چې د بانکي کریډیټ او اقتصادي ودې د بیا پر پښو درولو لپاره به مبارزه کوي.


XS
SM
MD
LG