د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي اسیا کارپوهان: د امریکا په پالیسۍ کې بایدبدلون راشې او له طالبانو سره د خبرو هڅې باید وشي


د جنورۍ په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د کار پېلولو څخه سم دستي وروسته به د امریکا د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس بارک اوباما لپاره د افغانستان جگړه په خپلو کارونو کې ترټولو لومړيتوب ولري.

د جنوبي اسیا ځینې کارپوهان وايي د امریکا په پالیسۍ باید کې بدلون راشې او له طالبانو سره د خبرو هڅې باید وشي.

په هغو نویو بریدونو کې چې هدف یې د طالب ملېشو ځپل دي، په کنړ کې د ناټو ځواکونه د طالبانو په سنگرونو کلک گزارونه کوي. طالبانو د ناټو او افغان پوځ خلاف خپل عملیات تېز کړي.

(د براو شپاړسم) بطره توپچي څخه د امریکايي ځواکونو یو عسکر جوشوا فرېنک وايي اوس د بدلون وخت رارسېدلی.

فرینک: "مونږ هرو مرو یوه څه بدلون ته اړتیا لرو، نو ځکه یو نوی کس او نوی پیل به ښه وي."

د نوې امریکا نومي بنیاد څخه یو کارپوه سټیو کول په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي په دې ډول بیانه وي.

کول: "امریکا باید د سیاسي او اقتصادي پرمختگ لپاره په مرستو او ورسره په سیمه ایزو ډپلوماټیکو خبرو بیا ټینگار وکړي."

جنرال ډیویډ پټرېیس چې اوس د امریکا د مرکزي قومندې یا سنټرل کماند د مشر په حیث د عراق او افغانستان د جگړو د څار دنده په غاړه لري، هم اشاره کړې چې هغه د افغانستان د حکومت په مشرۍ کې له طالبانو سره د پخلاینې د هڅو پلوي کوي. د پخلاینې په دغو هڅو کې به په افغانستان او هم په پاکستان کې طالبان شامل وي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې یو رپوټ وايي چې امریکايي چارواکي باور لري چې که کېدای شي د پیسو او په سیاسي قدرت کې د زیاتې ونډې په ورکولو سره گلبدین حکمتیار او ځېنې نور یاغي مشران په دې قانع کړای شي چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي.

دغه رنگه تاکتیکونه تر یو حده په عراق کې بریالي شول، او رپوټونه وايي امریکايي پوځ غواړي په افغانستان کې هم دغه ترکیب وکاروي.

په ستراتیژي باندې دغه غور په داسې حال کې کیږي چې افغانستان په راتولونکې کال کې انتخاباتو ته تیاری نیسي.

سټیو کول: "د نوې ستراتیژي چې امریکا پیل کړې، او نوي جمهور رئیس ته به په میراث کې ورپاتې شي، هدف به دا وي چې په افغانستان کې په بریا انتخابات ترسره شي، او داسې لاره خپله کړي چې په افغانستان کې د پوځي حل په ځای په سیاسي حل ټینگار وشي."

خو طالبانو بیا بیا ويلي چې دوی به د افغانستان له حکومت سره تر هغو خبرې ونکړي ترڅو ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي نه وي.

پاکستانۍ ورځپاڼو هم په ورستیو ورځو کې رپوټونه ورکړي چې سخت دریځه طالب مشرانو خبرداری ورکړی چې واشنگټن کوښښ کوي د دوی په لیکو کې درز رامینځته کړي.

د رپوټونو له مخې دوی له القایده سره د تړاو د نه شلولو هوډ کړی.په بروکینگ انستیتیوټ کې سټیفن کوهن وايي تر هغو باید د پخلایني خبرې ونشي ترڅو طالبان او القایده سره جلا نشي، خو ورسره دا هم مني چې دا کار ډېر گران ښکاري.

سټیفن کوهن: "زما په فکر په حقیقت کې طالبان تر اوسه پورې په القایده پورې تړلی دي، له هغو ډلو سره نږدې اړېکي لري چې امریکا ته خطر دي."

خو ځیني خلک بیا وايي له طالبانو سره خبرې، که هغه خبرو ته تیار هم نه وي، ښه ستراتیژي ده. لیکوال او د پاکستان د چارو پوه شجاع نواز وايي اصل خبره د سخت دریځو گوښه کول دي.

نواز: "د یاغیتوب ډول باید بدل کړای شي، او ځینې هغه خلک چې دا وخت وايي خبرو ته تیار نه دي باید گوښه کړای شي."

او دغه لانجه کېدای شي د راتلونکو انتخاباتو څخه د مخه را وړاندي کړای شي.

سټیو کول: "طالبان باید په دې خبرې سره وویښل شي چې په انتخاباتو کې گډون وکړي او که نه. د انتخاباتو په ذهین کې نیولو سره دا کېدای شي یوه بریالۍ ستراتیژي وي."

څو ورځې له مخه پټرییس هم افغانستان او پاکستان ته په سفر تللی و چې د حالاتو جاج واخلی. واشنگټن هیله لري هغه به په افغانستان کې هم هغه څه وکړي چې په عراق کې یې کړي و، چېرې چې هغه ته دا امتیاز ورکول کیږي چې کله د امریکايي ځواکونو قومندان و نو هلته یې تشدد کم کړ.

XS
SM
MD
LG