د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د امرېکا د قواو له خوا نه وژل محکوم کړل


د ا فغانستان جمهور رئېس حآمد کرزی، د امرېکا هغه حمله محکومه کړېده چې په خوست کې ېې څوارلس افغانان ووژل.

دا دهغو پېښو په جمله کې ېوه پېښه ده چې د افغانستان او امرېکا ترمنځ اړېکی ېې خړې پړې کړېدی.

ښاغلی کرزی او د خوست والی ارسلا جمال واېې چې هغه څوارلس کسان چې د ېکشنبی په ورځ ووژل شول هغوی د ېوې امنېتی کمپنی محافظېن وو او د بېارغونی د مامورانو ساتنه ېې کوله.

خو د امرېکا د پوځ ېو نطاق ډگرمن گرېگ جولېان واېې چې دغه څوارلس کسان مشکوک افراطېان ول چې پر عسکرو هغه وخت ډزې وکړی چې ددوی موټر ېې درولو ته اړېوست.

هغه ووېل چې د اېتلاف له قواو سره هېلېکوپټرونو مرسته وکړه او مشکوکان ېې ووژل.

ښاغلی کرزی نن د دوشنبی په ورځ ېوه وېنا خپره کړه او وې وېل چې داسی حملی دافغانستان د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زېاتوی او همدارنگه دافغانستان او نړېوالو حامېانو ترمنځ هم فاصله زېاتوی.

دغه نطاق داهم ووېل چې دامرېکا پوځ او د افغانستان د کورنېو چارو وزارت به ددغې پېښې په باب تحقېقات وکړی.

XS
SM
MD
LG