د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په مشرې قواو په نښتو کې 'څوارلس افغانان ووژل شول'


د خوست والی واېی چې څوارلس ملکی افغانان په هغو نښتو کې ووژل شول چې د امرېکا په مشری قواو له خوانه ترسره شوې.

دا رپوټ د امرېکا پوځ په افغانستان کې ندی تائېد کړی.

د خوست والی ارسلا جمال واېې چې دغه څوارلس افغانان امنېتی محافظېن و چې د بېارغونی د ېوې کمپنی لپاره ېې کار کاوه.

خو د امرېکا د پوځ ېو نطاق ډگرمن گرېگ جولېان واېې چې دغه څوارلس کسان مشکوک افراطېان ول چې پرعسکرو هغه وخت ډزې وکړی چې ددوی موټر ېې درولو ته اړېوست.

هغه ووېل چې د اېتلاف له قواو سره هېلېکوپټرونو مرسته وکړه او مشکوکان ېې ووژل.

دغه نطاق داهم ووېل چې د امرېکا پوځ او د افغانستان د کورنېو چارو وزارت به ددغې پېښې په باب تحقېقات وکړی.

XS
SM
MD
LG