د لاس رسي وړ اتصالات

بوش او اوباما په سپینه ماڼۍ کې غونډه وکړه


دامریکا جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش او منتخت جمهوررئیس بارک اوباما خپله لومړی رسمی غونډه په سپینه ماڼۍ کې وکړه .دغه تاریخی غونډه دښاغلې بوش او ښاغلې اوباما ترمنځ چې مختلف سیاسی نظریات لری ، دتړلو دروازو ترشا او دجمهوری ریاست دسختی انتخاباتی مبارزی نه وروسته وشوه .

دامریکا ددری څلویښتم جمهوررئیس دلاس ورکولو او تبسم سره ېوځای دهغه چاسره روغ بړوکړ چې څلورڅلویښتم جمهوررئیس به شی . دوی دخپلو میرمنوسره تاریخی ودانی ته ننوتل اووروسته بیا ځان ته دخصوصی غونډی لپاره داوویل دفترته ولاړل .

دادجمهوری ریاست دقدرت دسوله ایزه انتقال یو رسمی دود اویوه برخه ده او دومره زوړدی لکه دهیواد پخپله دسختی انتخاباتی مبارزی نه وروسته په سپینه ماڼۍ جمهوری غوښتونکی او ډیموکرات چې دهغه ځای به ونیسی ، دواړو وعده وکړه چې په راتلونکو هفتو کې به په گډه کارکوی چې داد ډاډ ورکړی چې داوباما حکومت دی ته تیاروی چې په لومړی ورځ دهیواد چاری سمبال کړی .

دسپینی ماڼۍ نطاقه دانا پیرینو وائې، جمهوررئیس بوش لومړی غونډه ښه او گټوره ، ارامه او دوستانه وگڼله ، په کورنی او نړیوالوالو دواړو موضوعاتو باندی پکی ټینگار وشو.

دی نورتفصیل ورنکړ مگر مخکی هغې پدی ټکی ټینگارکړی وچې کامیابه انتقال بی ساری مهم دی ځکه چې دا په داسی وخت کې واقع کیږی چې اقتصاد دستونزو سره مخامخ دی . په څلویښتو کالو کې دالومړی ځل دی چې دقدرت انتقال په داسی وخت کېږی چې هیواد په جنگ کی دی . میرمن پیرینو وائې: زه داخبره کوم چې جمهوررئیس او منتخب جمهوررئیس دواړو دهمکاری دانډیوالی په روحیه خبری وکړی چې وکولای شی پرمخ ولاړشی . البته دوی سیاسی اختلاف سره لری . مگر دوی دواړو ته هیواد یوشان گران دی او مینه ورسره لری . او دوی ته دهیواد مینه له هرشی نه دمخه ده او دوی بیا په گډه کارکوی چې ددی ډاډ ورکړی چې هرهغه شی چې دوی ورته ضرورت لری هغه پرمخ ځی .

دانتخاباتی مبارزی په وخت کې سناتور اوباما دجمهوررئیس په حکومت انتقادونه کول، دهغه جمهوری غوښتونکی رقیب سناتورجان مکن دډیموکرات کاندید په نظریاتو او تجربه باندی هم اعتراضونه کول .

دجمهوری ریاست تاریخ پوه ډاگلس برینکلی وائې، ښائې چې دغه بدلون دانتخاباتو دتاریخی نتیجو عکس العمل وی چې دبدلون داجنډا سره یو افریقاالاصله امریکائې جمهوررئیس انتخابیږی .

ښاغلئ برینکلی وائې: زه فکرکوم چې دابه دقدرت ددوستانه انتقال په حیث مشهوره وی . زه دا خبره دلومړیو نخښونښانو په سبب کوم چې دوی دا دیوې تاریخی لحظی په حیث وینی .

دراتلونکی حکومت نطاق وائې، دا لومړی ځل دی چې ښاغلې اوباما داو ول په دفترکې قدم ږدی .

په داسی حال کې چې دهغه مبرمن میشل دلومړی ځل لپاره دجمهوررئیس دکورنی داوسیدو خونی ولیدی چې دسپینی ماڼۍ په اخری منزل دی او دتاریخی دولتی کوټونه دپاسه دی .

دجهموررئیس میرمنی لورا بوش هغې ته لار ښونه کوله .دهغې دمامورانو رئیسی انیتا مک برائډ وائې، میرمن بوش درک کړه چې دا داوباما کورنی لپاره هم یومهم انتقال دی ځکه چې داسی کورته ورځی چې په نړۍ کې ډبر مشهوردی .

مک برائد وائې: دا فرق نکوی چې څوځلی یو څوک دلته راشی ، تاسی پدی پوهیږی چې دا څومره ښکلی مانۍ ده او سمدستی تاریخی ماهیت ئې هغه وخت احساس کولی شی چې دهغه چاپه قدم ولاړشی چې له دوی نه دمخه تیرشویدی .

داوباماکورنی به دغه نوی کور ته دجنوری په شمله چې دجمهوررئیس د سوگند خوړلو مراسم هم پکی پرځای کیږی .

XS
SM
MD
LG