د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د افغانستان په ېوه 'پراخه پلان باندی غور کوی'


د امرېکا ېوه ورځپاڼه لېکی چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما په دې غور کوی چې د افغانستان جگړې ته د ېوې سېمه ئېزې شخړې په توگه د حل سېمه ئېزه لاره غوره کاندی او په دې مذاکراتو کې به له اېران سره خبری اترې شاملیدلی شي.

نن د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د ښاغلی اوباما د ملی امنېت د سلا کارانو له قوله لېکی چې هغوی واېې ښاغلی اوباما نېت لری چې په زرگونو نور عسکر په افغانستان کې واچوی.

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی اوباما دا پلان لری چې دالقاعده په مشر بن لادن پسی لټون نور هم زېات کړی.

په هغه باندی دا پړه اچول کېږی چې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې ېې پر امرېکا باندی په ترورېستی حملو کې لاس درلود.

واشنگټن پوسټ د ښاغلی اوباما د ېوه سلاکار له قوله چې خپل نوم نه اخلی لېکی چې بن لادن د امرېکا دښمن دی او پکار ده چې د امرېکا مهم هدف همدی وی.

ښاغلی اوباما وعده کړېده چې په عراق کې جگړه پاېته ورسوی او په افغانستان کې القاعده او طآلبانو ته شکست ورکړی.

بل پلو، براک اوباما، په کیوبا کې د امریکا په سمندري اډه گوانتانامو کې، د زندان د تړلو په لارو چارو غور کوي.

د ښاغلي اوباما انتقالي ادارې ته نژدې منابع وایي چې د امریکا راتلونکی جمهور رئیس په داسی پلان غور کوي چې په گوانتانامو کې د ٢٥٠ بندیانو له ډلې څخه یو شمیر ازاد کړي.

د پلان له مخې یو شمیر به یې خوشی شي، او یو شمیر نور به په امریکا کې دننه په فدرالي محکمو کې محاکمه شي.

په دې پلان کې د حساسو استخباراتي معلوماتو لپاره د یوی ملي امنیتي محکمې جوړول هم شامل دي.

د دغه اعلان شوي پلان په اړه د امریکا یو شمیر محافظه کاره وکیلان امریکا ته دننه د بندیانو له راوستلو سره مخالف دي او همدا شان یو شمیر هیوادونه هم د خپلو بندیانو د بیرته منلو څخه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG