د عراق پولېس واېې چې په بغداد کې د ېو لړ حملو په ترڅ کې څلور کسان وژل
شوېدی او پنځه وېشت نور زخمی شوېدی.
د نن ورځې په خونړی پېښه کې، د سړک دغاړی دوه بمونه وچاودل او لږ تر لږه درې کسان ېې ووژل او ېو شمېر نورېې زخمی کړل.
دا پېښی د بغداد په ختېځه برخه کې د فلسطېن په نامه مصروف سړک باندی وشوې.
په دغه سېمه کې خلک دکار لپاره معمولان انتظآر کوی.
په عېن حال کې چارواکی واېې چې د بغداد په ښار کې ېو ډېر مهم پول خلاص شوېدی.
دغه پول دری کاله پخوا بند و ځکه چې تقرېبا درې زره شېعه زېارت کوونکی هغه وخت پکی مړه شول چې له وارخطآېې نه د ېوبل ترپښو لاندې شول.
دغه پول د سنیانو او شېعه گانو سېمی له ېوبل سره نښلوی. ددغه پول خلاصو ل دامنېت په انکشاف کې ېو ستر انکشاف گڼل کېږی.