د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال به 'دیرش زره' افغانان د حج د فریضې اداکولو لپاره ولاړ شي


د حج د فریضې ادا کولو په هدف نن د کابل نه د دوه سوه اوه تنو افغان حاجیانو لمړنې پرواز د سعودی عربستان په لور ولاړ.

چارواکي وایې سږ کال به دیرش زره افغانان د حج د فریضې اداکولو لپاره ولاړ شي.

مقامات وایې که څه هم د حج مراسمو لپاره دوه ویشت ورځی پاته دي خو د سعودي حکومت ورسره ژمنه کړې چې د ورځې ١۴٢٥ کسان به مدینې منورې ته انتقال کړي.

د حج او اوقافو وزیر، نعمت الله شهراني، د کابل په هوایي ډگر کې د حاجیانو د لمړي پرواز پر مهال وویل چې سعودی کې د دیرشو زرو حاجیانو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي، چې په هغه کې څلور سوه دیني عالمان د لار ښود په توگه، شیپته ډاکټران او د ورځني ژوند لپاره نور امکانات په پام کې نیول شوي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست او د جمهور رئیس حامد کرزي اقتصادي مشاور ډاکټر عمر زاخیلوال وویل چې که څه هم وخت کم و خو په دوه ورځو کې یې وکړې شول چې د حاجیانو دتلو لپاره زمینه برابره کړي.

دا لمړې پرواز د بلخ نه کابل او بیا سعودي عربستان ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG