د لاس رسي وړ اتصالات

اېران نوي ماډل توغندي ازموېلی دي


اېران اعلان وکړ چه د زمکې نه زمکې ته ېې دپر مختللو توغوندو ېو نوی ډول توغوندی امتحان کړی دی.

د اېران دخبر رسولو دولتی اژانس ارنا نن د اېران ددفاع د وزېر مصطفی محمد نجار له قوله راپور ورکړ چه د سېجېل په نامه دغه تېز رفتار توغندې جامد تېل استعمالوی او د اېران د وسله والو قواو د داېرو سپېس د کارپوهانو په لاس تېار شوی دی.

نجار ووېل چه دا نوي توغوندی ېواځی د دفاعی مقاصدو لپاره جوړ شوی دی.

اېران پخوا هم څو واری توغوندی امتحا ن کړی ؤ او وېل کېږی چه د منځنی واټن په شهاب دری ډوله ېوه نوي توغوندی باندی ېې هم کار شروع کړی دی.

اېران واېې چه شهاب دری توغوندې د دوه زره کېلو متره په مسافه کې خپل هدف وېشتلی شی، چه په دی ترتېب اسراېلو په او سېمه کې د امرېکا نور ملگری ېې دهدف لاندی دی.

امرېکا او غربی متحدېن ېې په اېران باندی تور لگوی چه لگېا دی اتومی جوړوی، خو اېران واېې چه د برېښنا د تولېدولو لپاره ېې اتومی پروگرام فعال کړی دی.

XS
SM
MD
LG