د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د حکومت لومړنۍ سل ورځې


په امریکا کې معمولاً د خلکو پام د نوي جمهور رئیس سلو لومړنیو ورځو ته وي چې جمهور رئیس په دغو ورځو کې څه اقدامات کوي.

په ١٩٣٣م کال کې هم امریکا سخت بحران حالت درلود چې جمهوري ریاست فرانکلین روزویلت واک ته ورسېد.

د بحران نه د وتلو لپاره هغه د خپلو لومړنیو سلو ورځو لپاره یو پراخ مقننه پروگرام پیل کړ.

اوس چې منتخب جمهور رئیس براک اوباما سپینه ماڼۍ گټلې او په جنوري کې به په کار پیل کوي، د ملک له پارلمان سره به د خپل د کمپاین د ایجنډا او همدارنگه د هغو پالیسیو په رڼا کې کار کوي چې د بوش له حکومت نه ور پاتې کیږي.

اوباما یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د خپل کار په پیل کې به له کانگرس نه وغواړي چې په عاجل ډول یو سلسله اقتصادی ستونزو ته د حل لار راوباسي.

"یو له لومړنیو کارونو څخه داده چې د هغو خلکو کاري بیمه نوره هم توسعه وکړي چې په روان کمزوري اقتصادي حالت کې کار او روزگار نشي پیدا کولای.

د عاجلې اقتصادي ودې هغه پلان چې له ډیر وخت نه یې د عملي کیدو کار ځنډېدلی دی. زه په دې اړه د تیرو څو میاشتو انتخاباتي مبارزو په دوران کې غږېدلی یم او باید اوس پلی شي. او موږ باید د هغو ستونزو چاره هم وکړو چې روان مالي بحران زموږ د ژوند پر نورو اقتصادي چارو هم ناوړه اغیزه کړې ده"

ماهرین وايي، جمهور رئیس کولای شي چې کانگرس ته د خپلې کلنۍ وینا پر وخت یوه ایجنډا جوړه کړي خو ددې حق نلري چې کانگرس ته امر وکړي چې دده د خوښې قوانین تصویب کړي.

دلته په واشنگټن کې د هریټیج په نامه د تحقیقاتي مرکز کارپوه براین ډارلینگ وايي:

"جمهور رئیس اصلاً هومره صلاحیت هم نلري چې خپله ټوله ایجنډا عملي کړي. کولای شي کانگرس ته ځینې پلانونه پیشنهاد کړي. دوی کولای شي له کانگرس نه وغواړي چې د مالي د راکمولو یا داسې نورو چارو لپاره قوانین تصویب کړي. خو دا د کانگرس کار دی چې قانون جوړ کړي او تصویب یې کړي. او وروسته به د توشیح لپاره جمهور رئیس ته ورکول کیږي"

XS
SM
MD
LG