د لاس رسي وړ اتصالات

ماهرین: افغانستان سیمییز حل ته ضرورت لري


د جنوبي آسیا د چارو سیاسي تحلیلگران وايي، واشنگټن ته پکار ده چې د افغانستان د معضلې لپاره په سیمییزه سطحه د حل لاره چاره ولټوي. او په خبرو کې باید ایران، هند او روسیې ته برخه ورکړل شي.

د سه شنبې په ورځ، د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې اوباما غواړي د افغانستان لپاره پر یوې سیمییزې ستراتیژۍ غور وکړي.

د افغانستان او پاکستان پر سرحد باندې د تشدد د پیښو دوام او په پاکستان کې د مشکوکو ترهگرو پر مرکزونو باندې د امریکا له هوايي حملو سره د پاکستان د حکومت مخالفت دغه معضله نوره هم جنجالي کړې ده.

د اسوشیټد پرس آژانس په پاکستان کې د فعالو ترهگرو یوه ویډیو وښوده. دوی د ناټو هغه کاروان برمته کوي چې خپلو قواوو ته اکمالات رسوي.

ځینې ماهرین په دې عقیده دي چې د سیمییز حل د راپیدا کولو په خبرو کې باید روسیې، ایران او هند ته برخه ورکړل شي.

تورن جنرال پیټر گیلشرسټ دلته په واشنگټن کې د برتانیې نظامي اتشه دی.

دی وايي: "که افغانستان له ناکامۍ سره مخ شي نو دغه حالت به په پاکستان کې هم راشي چې دا د به د نړۍ په گټه تمام نشي"

په واشنگټن کې د ملي مدافع پوهنتون د مرکزي آسیا کارپوه، علي احمد جلالي هم په همدې عقیده دی چې افغانستان سیمییز حل ته ضرورت لري ځکه چې افغانستان ډیرو سیمییزو بحرانونو اغېزمن کړی دی.

دی وايي: " د هند او پاکستان روان معضله، له امریکا سره د ایران مخالفت او له ناټو سره د روسیې معضله باید په پام کې ونیول شي که څه هم په افغانستان کې نورې معضلې هم شته"

په واشنگټن کې د هریټیج د تحقیقاتي مرکز سیاسي تحلیلگره، لیزا کرټیس بیا وايي، پاکستان له دې آمله بدگمان دی چې هند په افغانستان کې د خپلو کونسلگریو شمیر زیاتوي.

کرټیس وايي: "داسې ښکاري چې د هند او پاکستان د تاریخي رقابت لمن اوس افغانستان ته پراخه شوې ده. د پاکستانیانو په ‏ذهنونو کې دا لویه اندېښنه ده چې هند کوښښ کوي په افغانستان کې خپله پښه ټینگه کړي"

لیزا کرټیس وايي، د ٢٠٠١ کال د بن په کنفرانس کې ایران د افغانستان د نوي حکومت له ایجادېدلو سره مرسته وکړو خو کرټیس ادعا کوي چې ایران اوس طالبانو ته وسلې ورکوي.

ایران غواړي د پاکستان له لارې هند ته د گازو پایپ لاین وغځوي.

ځینې ماهرین وايي، ایران دا اندېښنه لري چې که په افغانستان کې امنیت ټینگ شي نو د دوی د پلان شوي پایپ لاین برخلاف د هغه پایپ لاین د پروژې عملي کیدو ته به زمینه برابره شي چې د ترکمنستان نه د افغانستان له لارې هند ته غځول کیږي او امریکا یې ملاتړ کوي.

د روسیې په اړه کرټیس وايي، روسیه خپل هدفونه لري او غواړي چې ناټو دې په افغانستان کې بریالۍ نشي.

هغه وايي: "روسیه فکر لري چې که وغواړي پر امریکا باندې فشار واچوي نو افغانستان د یوې وسلې په توگه استعمال کړي د توغندوی د مدافع سیستم د هغه لویې پروژې له آمله چې ناټو پکې برخه لري"

خو له بلې خوا، په افغانستان کې د طالبانو په خلاف د ناټو د قواوو جگړه دوام لري.

ماهرین وايي، دوی تمه لري چې اوباما به د افغانستان او پاکستان لپاره یو ځانگړی استازی مقرر کړي.

XS
SM
MD
LG