د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې ځانمرگي یو امریکایي عسکر او ١٠ ملکیان وژلي


د امریکا اردو وایی چی د افغانستان په ختیځ کی د یوه ځان مرگه په حمله کی چی د ائتلافي قواو د موټرو په یوه کتار باندی یې وکړه یو امریکایي عسکر او لس ملکي خلک وژل شوي دي.

افغان مامورین وایی چی په دې حمله کی چی نن د پنجشنبې په ورځ د جلال آباد ښار ته نژدې وشوه، تقریبا ٧٠ تنه زخمي شوي هم دي.

مگر د امریکا اردو وایی چی د زخمیانو شمیر ٥٨ تنه وو.

محلي منابع وایی چی ځان مرگه د بټي کوټ په ولسوالي کی خپل موټر بم د موټرو د کتار پر خوا چی د یوه گڼ مارکیټ څنگ ته تیریده وروست او ویې چاوه.

تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا حمله چا کړیده. خو زیاتره داسی حملې د یاغي طالبانو له خوا کیږی.

له بلي خوا د برتانیې ددفاع وزارت ویلي دي چی دوه عسکر یې د افغانستان په جنوب کی وژل شوي دي.

دغه وزارت وویل چی عسکرو یې پرون د افغان امنیتي قواو سره گزمه کوله چی موټر یې په بم برابر سو.

XS
SM
MD
LG