د افغانستان د ملي اردو عاجله پراختیا رپوټونه وايي، د افغانستان ملي اردو تر بل هر وخت د عاجلې پراختیا په حال کې ده او دا وخت د ملک د دریو نه د دوه برخې عملیاتو مسئولیت پر غاړه لري.
په افغانستان کې د امریکايي روزونکو قواوو قومندان، تورن جنرال رابرټ کان وايي، افغاني عسکر اوس په عملیاتو کې خپل توان ثابتوي او دوی د خپل ملک دفاع ته وفادار دي.
رابرټ کان چې له کابل نه یې د سټلایټ له لارې پنټگان ته رپوټ ورکاوه، وویل، د افغانستان د ملي اردو د روزنې چارې ښې روانې دي او په راتلونکو څو کلونو کې به د ملي اردو شمیر دوه چنده شي.
دی وايي: "ملي اردو همدا اوس تقریباً د ٦٠ فیصدو عملیاتو قومانده پر غاړه لري او ثابته کړې یې ده چې دا یوه گټوره نظامي قوه ده. د اردو د انکشاف کار روان دی او شمیر به یې له ٦٨ زرو نو ١٣۴ زرو ته ورسیږي"
جنرال کان وايي، تیر کال ٢٦ زره عسکر وروزل شول او د ملي اردو په کتار کې شامل شول او په روان کال کې به ٢٨ زره نور هم وروزل شي.
دی وايي، د روزنې بهیر د پخوا په نسبت درې چنده تقویه شوی دی.
کان وايي، نویو تربیه شویو عسکرو ته د ناټو وسلې او زرهدار یا د مرمیو ضد موټر ورکول کیږي.د جنرال رابرټ کان په مشرئ قواوې د افغانستان د ملي پولیسو د روزنې مسئولیت هم لري.
دی وايي، د ملي اردو په نسبت د پولیسو روزنه ورو پر مخ ځي.
کان وايي: "موږ اوږده لاره په مخکې لرو. دغه چارې ملاتړ ته ضرورت لري، نه یوازې د متحده ایالاتو ملاتړ ته بلکه د ټولې نړیوالې ټولنې ملاتړ ته ضرورت لري. مخصوصاً د پولیسو د تربیې په برخه کې. همدا اوس موږ دوه زره او ٣٠٠ اضافي روزونکو او مشاورینو ته ضرورت لري"
د بوش حکومت دا وخت د افغانستان په اړه په خپلې ستراتیژۍ له سره غور کوي او ټاکل شوې ده چې نتیجه به یې په جنوري کې د براک اوباما په مشرئ د حکومت له پیلېدو مخکې اعلان شي.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس د افغانستان د ملي اردو د روزنې د تقویه کیدو طرفدار دی. هغه همدارنگه منلې چې د طالبانو او القاعدې سره د جگړې لپاره به په راتلونکي کال کې افغانستان ته لس زره اضافي عسکر لیږي.
جنرال کان وايي، د ملک د امنیت لپاره یو مهم ضرورت دا دی چې باید د قواوو د روزنې بهیر گړندی شي.
هغه وايي: "افغان یو جنگیالی قوم دی او زموږ لپاره مهمه دا ده چې د دوی له همدې قابلیت نه گټه واخلو. دوی غواړي چې د خپل ملک نه دفاع وکړي او دا په موږ پورې اړه لري چې له دوی سره په منظم گډ کار وکړو او وتوانیږي چې هر څومره ژر چې کیدای شي دغه قابلیت نور هم گټور ثابت شي"
جنرال کان وویل، د اطمناني نظامي ماهرینو کموالي د ملي اردو د لا پراختیا مخه نیولې. هغه وویل، د افغانستان له حکومت نه یې غوښتي چې د افسرانو د تربیې پروگرام تقویه کړي.